Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان او قزاقستاني چارواکو د اقتصادي همکاريو ژمنې وکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/26

د افغانستان او قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ وزيرانو د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۴مه» کابل کې د  یوه خبري کنفرانس له لارې د دواړو هيوادونو تر منځ د ترانزيټي همکاریو برخه کې پر  ژمنو ټينګار وکړ.

 

د افغانستان  صنعت او سوداګرۍ وزير  نورالدین عزیز وویل، افغانستان له پخوا له قزاقستان  سره ښې سوداګریزې اړیکې درلودې،چې په دې برخه کې ځنې تړونونه لاسليک شوي هم دي،خو پایله يې نه ده ورکړې.

عزیز هيله يې وښوده،چې دا ځل به ژمنې عملي شي.

عزيز وايي:«  تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسليکونه تر سره شوي ول، خو سمه پایله یې نه ده ورکړې. افغانستان هڅه  کوي،چې ټولې ستونزې د سوداګرۍ تراننزيت او خصوصي سکتور برخه کې حل کړي.»

عزیز همدا راز وویل، د ډېری هغو اجناسو بيې لوړې دي،چې له قزاقستانه  يې واردوو او په خبره یې  له قزاقستاني چارواکي غواړي،چې په دې برخه کې پاملرنه زياته کړي.

عزيز زیاته کړه:« اوس وخت چې خراب اقتصادي حالت دی، باید پاملرنه زیاته  وکړي. موږ غوښتنه کوو، تر څو زموږ دوست هېواد قزاقستان د ځنو توکو په برخه کې د بيو په ارقامو يو تجديد نظر وکړي.»

د قزاقستان  د صنعت او سوداګرۍ وزير بخیت سلطانوف وویل، افغانستان کې د اقتصادي حالت ښه والی په امنيت پورې تړلی او شته وضعيت دوی هم اندېښمن کړي دي.

سلطانوف‌ زیاته کړه:« د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګريزې راکړې ورکړې،لپاره چې تطبيق يې کړو امنیت او ثبات يو مهم او اساسي شرط دی. موږ کولای شو،چې د ښه امنيتي وضعيت پر مهال بشري مرستې او سوداګري وکړو.»

سلطانوف وايي، قزاقستان چمتو دی،چې د ځمکې او هوا له لارې اقتصادي راکړه ورکړه چټکه، بشري مرستې تر سره او همکاري وکړي.

د هغه په خبره په تېره يوه میاشت کې ۲۷ سلنه راکړه ورکړه کمه شوې او دوی هڅه کوي د سوداګرۍ کچه پورته یوسي.

سلطانوف زیاتوي:« يوه خبره چې ډېره د خفګان وړ ده، دا چې په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګري راکړې ورکړې ګراف ۲۷ سلنه راټیټ شوی دی. موږ هڅه کوو،چې دا ګراف پورته  کړو.»

قزاقستان د افغانستان یو له هغو ګاونډيو هېوادونو دی،چې تر ډېره اوړه او ګاز په ډېره پيمانه ترې واردوي.

د اسلامي امارت له راتګ سره دا لومړی ځل دی،چې د قزاقستان هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزير له افغان مسولينو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو رسمي خبرې کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist