د حوثي یاغیانو یو لوړپوړي چارواکي منلې چې اوربند ته تیار دي خو که مات شي نو جګړې ته تیار دي.
د حوثي یاغیانو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې لا هم د حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې شوې دي.
د حوثي یاغیانو لوړپوړی چارواکی یحیا سرا وویل (( موږ په تمه یو، څرنګه چې تېره ورځ وویل شول اوربند به سبا پیل شي، موږ تمه لرو چې دوی به ریښتینې وي؛ که نه موږ ځواب ته تیار یو))
حوثي یاغیان د یمن په صنعا، حدیده او ډېری مهمو ښارونو باندې ولکه لري؛ خو حکومت یوازې د ادېن بندر سوېلي سیمو کې مېشت دي.
دلته خلک هم تمه لري چې اوربند به د سولې او ثبات لامل شي.
د حدیده ښار اوسېدونکی محمد حسین وویل، (( موږ هوکړې ته خوشبین یو او تمه لرو چې دغه هوکړه به د سولې لامل شي، نه یوازې زه بلکې ټول یمنیان سولې ته خوشبینه دي، او دغه هوکړه به د هوايي بریدونو درېدو لامل شي.))
د یمن د سولې هوکړه د پنځه کلنې جګړې ختمولو لپاره مهم پل بلل کېږي، ځکه چې د دواړو خواوو ترمنځ د باور جوړونې لپاره لومړی پرمختګ دی.
د هوکړې له مخې به نړیوال څارونکي حدیدې ښار ته ولاړ شي او نه یوازې به وضعیت څاري بلکې له حدیدې ښار څخه د وسله والو د وتلو پرمختګ به هم څاري.