Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پاکستان دې خپله تګ‌لاره بدله او له ټي‌ټي‌پي سره خبرې وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/16

تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د امنيتي وضعيت په کابو کولو کې د پاکستان پاتې راتلو ته د امريکا ځينو پخوانيو چارواکو پام ور اوښتی.

د افغانستان سولې لپاره د ياد هېواد پخواني ځانګړي استازي تجويز کړی چې پاکستان دې د زور کارولو په ځای تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره له تحريک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) سره خبرې وکړي او دواړه متخاصم اړخونه دې د خبرو مېز ته له کېناستو سره، د ستونزې سياسي حل پيدا کړي.

نوموړي له روښانه کولو پرته دا وړانديز هم کړی چې په دې کار کې دې د افغانستان حکومت هم له پاکستان سره تسهيلاتي همکاري وکړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي   زلمي خلیلزاد ویلي: « د پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ په جګړو کې د پام وړ پوځيان او عام وګړي وژل شوي. پاکستان تېروتنه کوي چې ګني له پوځي لارې حل ته رسېدلی شي او دا يوه اغېزناکه تګ‌لاره هم نه ده. اوس د دې وخت دی چې ستراتېژي بدله او مذاکرات وکړي.»

نوموړي ټينګار کړی چې د پاکستان چارواکي بايد له خپلو تېرو تجربو دا زده‌ کړي چې له ناورين ځان او سيمه څنګه وژغوري.

د سیاسي چارو شنونکي پر همدې نظر دي او وايي، پاکستان دې له ټي.ټي.پي سره د مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې حل کړي، کنه نو د زور کارول ښايي د ګټې په ځای تاوان وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « هرڅومره چې دا جګړه اوږدېږي، له ټي‌ټي‌پي سره خواخوږیږي زیاتېږي، ملاتړ یې ډېرېږي او لا پياوړی کېږي. حتا د دې امکان هم شته چې د زور یا نورو لارو په وسیله ټي‌ټي‌پي د نړۍ ملاتړ هم ترلاسه کړي. پاکستان لاهم وخت لري چې له ټي ټي پي سره خبرو ته کېني، د هغوی غوښتنې واوري او جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.»

ځینې نور شنونکي بيا په دې باور دي چې تر هغو پاکستان د ترهګرۍ له تمويل لاس په سر نه شي، د امنيت ټينګښت لپاره د دې هېواد هر ډول سياسي هڅو پايله به صفر وي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی  نجیب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان او نورو هېوادونو په تړاو بېځایه بهانې یوازې تهمت دی، حال دا چې د پاکستان نظامیان باید د امنیتي ننګونو د حل لپاره له خپلو سیاسي مخالفانو سره خبرې وکړي او یوه تفاهم ته سره ورسېږي.»

دا داسې مهال ده چې د پاکستان جیونیوز ټلویزيون راپورو ورکړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړي، ترڅو اوسني حکومت ته د ټي.ټي.پي په تړاو د پاکستان جدي اندېښنې ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist