Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: هېواد کې د بېکارۍ کچه ۲۵ سلنه ده

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: هېواد کې د بېکارۍ کچه ۲۵ سلنه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/09

په هېواد کې بې روزګاري داسې یوه ستونزه ده چې له تېرو پنځو لسېزو راهیسې خلک ورسره لاس په ګراېوان دي، خو په دې وروستیو کې د هېواد په ښارونو کې تر بل هر وخت په لارو او واټونو کې هغه کسان ډېر لیدل کېږي چې د کار په لټه کې وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې وایي، د بې کارۍ کچې لوړېدو په تړاو سروې نه ده شوې او د اټکل له مخې، دغه شمېر له ۲۰ تر ۲۵ سلنو ښیي.

د سمیع الله ابراهیمي په خبره، نړیوال بندیزونه، د افغانستان حکومت رسمیت نه پېژندل کېدل او د افغانستان کنګل شوې شمتنۍ نه آزادېدل هغه عوامل دي چې په هېواد کې یې پر کاري فرصتونو هم منفې اغېز کړی.

ابراهیمي په دې اړه وايي: « زموږ ډېری هېوادوال په کرنه او مالدارۍ باندې بوخت دي او له همدې امله د کال په یوه یا دوو فصلونو کې کار لري او په دوو نورو کې وزګار پاتې کېږي؛ خو دا د بېکارۍ برخه او فیصدي نه ده او که دا کم کاري وګڼل شي، نو له ۲۰ تر ۲۵ سلنو خلک بې کاره وي. که موږ د کره شمېر خبره کوو، نو باید د سروې له مخې وي چې ښايي راتلونکي کې دا سروې هم وشي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، هڅه کوي چې په کوردننه او بهر بې روزګاره کسانو ته د دندو فرصتونه برابر کړي.

ابراهیمي له پاکستان او ایرانه په لوړ شمېر کې د کډوالو ستنېدنه یوه ننګونه بولي او زياتوي چې د کارموندنې کمېټې له لارې راستانه شويو افغانانو ته د روزګار برابرولو هڅې کوي.

 د ابراهیمي په خبره،  قطر ته د کار په موخه د استول کېدو لپاره شاوخوا ۱۶ زره کسانو له ټول کې هېواده نوملیکنه کړې او له دغو کسانو به یوازې ۳ زره او ۱۰۰ تنه قطر ته د استول کېدو لپاره غوره شي.

هغه زیاتوي: « دا بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د استولو لومړی پړاو. په دې پړاو کې ۳ زره او ۱۰۰ کاري فرصتونو وو او د دې کاري فرصتونو لپاره په شرایطو د برابر کسانو موندلو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل او زونونو پر کچه د نوم لیکنې لړۍ پیل کړه. د دې لپاره ۱۵ زره ۵۰۰ تنو نوملیکنه کړې ده.» 

ابراهیمي دغه راز وایي، په تېرو څلورو کلونو کې ۳۵۰ زرو کسانو ته د کار جوازونه ورکړل شوي چې ۲۰ سلنه یې ښځې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو استول د هېواد په اقتصادي وده کې مهم ګام بولي او زیاتوي، دا ډول هوکړې باید له نورو هېوادونو سره هم وشي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « بهر ته د کارګرانو استول د بېکارۍ کچه ټیټوي، خو باید دا پروسه د مسلکي زده کړو او په کور دننه فرصتونو له برابرولو سره مل وي؛ ترڅو د مساله په بنیادي توګه حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نړيوال بانک د شمېرو له مخېؤ په ۲۰۲۱ کال کې د بې روزګارۍ کچه ۱۲ سلنه وه.

 په همدي کال کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو او بيا وروسته د بهرنيو مرستو له بندېدو سره کاري فرصتونه محدود او د بې روزګارۍ کچه نوره هم لوړه شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist