خوارځواکي هغه ناروغي چې له کلونو راهیسې په هېواد کې ماشومان او مېندواره مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي.
یوازې بېوزلي او بشپړو خوړو ته د لاسرسي نه لرل نه بلکې ځینې ساري ناروغۍ هم په دې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل کېږي.
د مشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) موندنې ښيي چي سږ کال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي تر۳ میلیونو زیات ماشومان او شاوخوا یو میلیون مېندواره او شیدې ورکونکې ښځې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د یونیسف په راپور کې راغلي:« سږکال ۳.۵ میلیونه ماشومان او ۱ میلیون مېندواره او شیدې ورکونکې ښځې د شدیدې تغذیې کموالي لپاره درملنې ته اړتیا لري. د دې لپاره نور ګامونه اخیستل په کار دي چې د افغانانو راتلونکی نسل د ژوند په پیل کې یو قدم شاته نه وي.»
یونیسف په خپل راپور کي بدخشان هغه ولایت یاد کړی چي د نورو ولایتونو په پرتله یاده ناروغۍ په کې زیاته ده.
په ورته مهال، ډاکټران خوارځواکي یوه خطرناکه او وژونکی ناروغي بولي او زیاتوي د مخنیوي لپاره يي باید په لرو پرتو سيمو کې روغتیايي مرکزونه زیات شي.
د دوی په باور، اوس هم زیاترو لرې پرتو سیمو کي د خوارځواکۍ د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه نه شته دي.
ډاکټر کمین ساپي وايي: « ماشومانو ته له شپږو میاشتو وروسته د پنځه ډول خواړو ورکړه لازمي ده، خو له بده مرغه دغه خواړه دلته د فقر، روغتیايي مرکزونو لرې والي او ناپوهۍ له امله نه ورکول کېږي.
نو له همدې امله که زموږ مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او درملنه یې ونه شي، د مړینې سبب یې کېدلی شي.»
ډاکټر عبدالرازق وايي: « په ماشومانو کې د دې ناروغۍ لامل کافي خوړو ته د لاسرسي نه لرل دی. موږ هغو خوړو ته کافي خواړه ویلی شو چې پروتین، کاربوهایدرېت، شهم، ویټامین او منرالي مواد ولري.»
بله خوا، د عامي روغتیا وزارت مسوولین وايي، د یادې ناروغۍ مخنیوی لپاره يي په ټولو ولایتونو کې تر ۳ زرو زیات روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د ناروغانو درملنه په کي روانه ده.
د دوی په خبره، په تېرو درېیو کالو کې په یادو روغتونونو کې د شاوخوا ۹۰۰ زرو ماشومانو او ښځو درملنه شوې.
د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي:« خوشبختانه په تېرو درېیو کالو کې دوی ته ځانګړې پاملرنه شوې او له موږ سره نږدې ۳ زره ۲۰۰ سایټونه فعال دي چې په کې د سوء تغذیې اړوند ماشومانو او مېندو ته خدمات وړاندې کېږي.
په تېرو ۶ میاشتو کې له موږ سره د ۹۳۴ زره ماشومانو د شدیدې او متوسطې خوارځواکۍ درملنه شوې.»
شرافت زمان زیاتوي، هڅې روانې دي چې هغه لرې پرتې سيمې تر روغتيايي پوښښ لاندې ونیول شي چې روغتیايي مرکزونه ته لاس رسی نه لري.
د روغتیايي چارو کارپوهان په دې باور دي، که نړیوال مرستندویه بنسټونه مالي مرستي ونه کړي، نو د خوارځواکۍ بحران به په افغانستان کې نور هم پېچلی او له کنټروله بهر شي.