په خواله رسنيو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ته منسوبو ادرسونو ادعا کړې چې په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو او لکې مروت یو شمېر سیمو کې یې پر پاکستاني پوځیانو مرګوني بريدونه کړي.
د دې ادرسونو له لوري د لکي مروت په تخته خېلو کې پر پاکستاني پوځيانو د ډرون بريد، د جنوبي وزیرستان په شکتوی او شکې سيمو کې د دوو جلا بريدونو يادونه شوې چې شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځیانو ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې.
ټيټيپي ته منسوبو رسنیو ویلي: « د جولای پر ۲۲مه په جنوبي وزیرستان، بنو، لکې مروت، اورکزي ایجنسۍ او شمالي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو او موټرو د درنو وسلو او سنایپر وسلو په برېدونو کې شاوخوا۲۰ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر مهم تجهیزات یې له منځه وړل شوي دي.»
پاکستاني طالبانو تحریک ته نږدې سرچینو د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې د الخندق عملیاتو په نوم د برېدونو دوام نوې ویډیو هم خپره کړې چې په اورکزيو ایجنسۍ کې یې له پاکستاني پوځیانو سره د جګړې صحنې په کې مستند کړې دي.
په ورته مهال، په بلوچستان کې د بلوڅ ازادي بښونکي پوځ (بياېلاې) او بلوڅ ازادي بښوونکي غورځنګ(بياېلاېف) په نوم بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو له لوري په خپرو شویو اعلامیو کې ادعا شوې چې د بلوچستان په قلات او مستونګ کې یې پر پاکستاني پوځیانو مرګوني هدفي برېدونه کړي.
د سیاسیي چارو شنونکي په بلوچستان، خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنیو دوام د اسلام اباد له لوري په دې سیمو کې د ناسمو او توپيري پاليسيو د تطبیق پایلې بولي.
د دوی په خبره، پاکستان تل د ترهګرۍ ګواښونو مخنیوي په پلمه د پښتنو او بلوڅانو بنسټیز حقونه نقض کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمد ځاځی وايي:« هرکله چې حکومت د ملت یوې خاصې برخې ته توجه وکړي، په خپلو صوبو کې عدالت برقرار ونه شي ساتلی، سم قضاوت ونه کړي، د څلورو صوبو ترمنځ یوې ته لږ او بلې ته ډېر امکانات ورکړي، مکاتب، شفاخانې او پوهنتونونه د وګړو ترمنځ انډول مراعات نه کړي، دا ټول سبب کېږي چې د ملتونو ترمنځ توپير ته لمن ووهل شي او ملت مجبور کړای شي چې د حکومت خلاف راپورته شي.»
د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له دې سربېره چې ټيټيپي په پاکستان کې د شریعت نافذولو غوښتنه کوي، بلکې یوه موضوع دا هم ده چې دا خلک تري تم دي، ځینې یې په زندانونو کې پراته دي یا وژل شوي، دوی د خپلو کسانو مالومات غواړي. زه فکر کوم دا د پاکستان د حکومت ناکامي ده او پوځ ونه شو کولی چې سیاسي او نظامي کنټرول ولري، ځکه په دې سیمه کې ناامني روانه ده.»
د راپورونو له مخې، د پاکستان تر کنټرول لاندې خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنيو کچه داسې مهال زیاته شوې چې دا هېواد له جدي اقتصادي رکود سره د مخېدو ترڅنګ، له سختو خپلمنځي سیاسي مخالفتونو سره هم مخ دی.