اسرائیلي چارواکي وايي، پر بهرنیانو د سفر بندیزونه ځکه لګوي،ترڅو د کورونا له نوې بڼې خوندي واوسي او دغه هېواد کې پراختیا ونه مومي.
په پام کې ده، چې پر بهرنیو د سفر دغه بندیز ۱۴ ورځې دوام وکړي.
روغتیايي چارواکي وايي، په دغه موده کې به د کورونا د نوې بڼې په تړاو مالومات هم راټول کړل شي او ښايي واکسین هم ورته جوړ شي.
د کورونا نوې بڼه اومېکرون نومیږي،چې یو شمیر پیښې یې ثبت شوي او خلکو ته یې ډېره اندیښنه پیدا کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر پر ۲۶ د کورونا دا نوې بڼه چې سوېلي افریقا کې موندل شوې، پر لوړه کچه د اندېښنې وړ وبلله.
دا لومړی ځل دی،چې اسرائيل د هېواد پر کچه خپلې ټولې پولې د مسافرو پر مخ تړي.