Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شانګهای همکاریو سازمان نن د سیمي پر امنیت، پرمختګ او اقتصادي ودې غونډه کوي

د شانګهای همکاریو سازمان نن د سیمي پر امنیت، پرمختګ او اقتصادي ودې غونډه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/15

ټاکل شوې نن سه شبنه د چین په تیانجین ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته پيل شي.

په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې به د سیمې پر سیاسي ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او پرمختګونو بحث وشي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې په ناسته کې به د غړیو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران له ترهګرۍ او نشه ‌یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

د دوی په اند، که د تېر په څېر د افغانستان پلاوی د ناظر په توګه په کې ګډون وکړي، له سیاسي او اقتصادي پلوه به د افغانانو په ګټه وي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا چې اوس د دې سازمان بله ناسته کېږي، ماته ښکاري چې د دې ناسته مهمه اجنډا به بیا هم د سیمې امنیت، اقتصادي پرمختګ او د سوکالۍ لپاره هلې ځلې وي. که چېرې افغانستان بیاځل د دې ناستې ناظر کېږي یا په کې برخه اخلي، دا یو ښه پرمختګ دی؛ ځکه موږ کولی شو له سیمې سره د خپلې همکارۍ په لټه کې، د سیمې په ټیکاو او پرمختګ کې مهم کردار ولوبوو. دغه راز د سیمې له همکارۍ پر ګټې اخیستنې، خپلې کورنۍ او سیمه ییزې ستونزې هم حل کړو.»

د افغانستان سرپرست حکومت د شانګهای همکاريو سازمان په تازه ترسره کېدونکې ناسته کې د خپل پلاوي ګډون او نه ګډون په اړه څه نه وايي.

خو د سیاسي چارو شنونکي وايي، که د شانګهای همکاریو سازمان دایمي غړي او ناظر هېوادونه وغواړي د افغانستان اوسنۍ ستونزه په اسانۍ سره حل کولی شي.

 د دوی په باور، هڅه په کار ده چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان له ټولو غړیو هېوادونو سره د سیمې پر مهمو مسایلو ګډ نظر ته ورسيږي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « که چېرې د شانګهای سازمان دایمي غړي او ناظر هېوادونه او په ټولییزه توګه شانګهای سازمان وغواړي، د افغانستان اوسني شرایط حل کولی او حل لارې ورته ترتیبولی شي. که دا د تعامل نقطې سره وصل شي، زه فکر کوم شانګهای سازمان به د افغانستان لپاره یو له هغو سازمانونو شي چې د افغانستان اسلامي امارت یې غواړي.»

خو ځینې نور په دې اند دي چې د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه او نړۍ کې مهم بلل کیږي او د افغانستان سرپرست حکومت له رسمیت پېژندنې سره هم مرسته کولی شي.

د سیاسي چاروشنونکی سلیم پيګیر وايي: « دا سازمان کولی شي په ټولییزه توګه او یو ځای له موږ سره تعامل ولري او حتا د رسمیت پېژندلو موضوع پيل کړي. په عمومي توګه، دغه سازمان د سیمې هېوادونو په ګټه دی.»

د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ زېږیز کال کې رامنځته شو. چین، روسیه، قزاقستان، قرغېزستان، اوزبېکستان او تاجیکستان یې غړیتوب لري. افغانستان بیا په ۲۰۱۲ زېږدیز کال د دې سازمان د ناظر غړي په توګه ومنل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist