Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان بانک: په هېواد کې د بهرنيو اسعارو کارول کم شوي

د افغانستان بانک: په هېواد کې د بهرنيو اسعارو کارول کم شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/12

د سرپرست حکومت له خوا تر دې دمه څو فرمانونه د بهرنيو اسعارو د کارونې ممنوعیت په اړه صادر شوي.

په نوامبر میاشت کې هم یو بل رسمي فرمان صادر شو چې په کې د معاملاتو پرمهال د بهرنيو اسعارو پر نه کارولو او په ټولو معاملاتو کې د افغانيو پر استعمال ټینګار شوی.

سرپرست حکومت له څو میاشتو راهیسې د دې فرمان د جدي پلي کېدو لپاره کمپاین هم پیل کړی.

اوس د افغانستان بانک مسوولین وایي، په دې بریالي شوي چې افغانۍ هغو سیمو ته ورسوي چې پخوا يې ځای بهرنيو اسعارو نيولی و.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي: « د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه توانېدلی چې په هغو سیمو کې چې له دې وړاندې په کې سیمه ییز اسعار کارېدل، هلته افغانۍ ترویج کړي. افغانۍ اوس د سیمې هېوادونو پر کچه د غوره ثبات لرونکې کرنسۍ په لړ کې ځای لري او په کار ده چې زموږ درانه هېوادوال یې په خپلو راکړه ورکړو کې وکاروي.»

د کندهار او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي وایي، اوس مهال خلک په خپلو معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړي ډول پاکستانۍ روپۍ (کلدارې) نه کاروي او دا کار منع شوی دی.

د کندهار اوسېدونکی ګلالی وايي: « پخوا کلدارې وې، خو اوس په مطلق ډول بندې شوې دي او خاص له افغانیو کار اخیستل کېږي. موږ له خلکو غوښتنه کوو چې کلدارې بندې کړي او په افغانیو راکړه ورکړه وکړي.»

د ننګرهار اوسېدونکی عطاءالله وايي:« د کلدارو کارول خو اوس مطلق بند دي او سودا په افغانیو کېږي. دا ډېر ښه کار وشو، ځکه افغانۍ زموږ خپله پیسه ده او کلدارې باید ونه چلېږي. حکومت هم له دې کار بد وړي او په افغانیو د راکړه ورکړې امر کوي.»

له بلې خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د بهرنیو اسعارو کارونه د هېواد اقتصاد ته زیان اړوي، د بیو لوړېدو لامل کېږي او د افغانیو ارزښت بې ثباته کوي.

اقتصادي کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « په یوه هېواد کې د بل هېواد د کرنسیو کارېدل د دې هېواد پر خپلو اسعارو منفي اغېز کوي. لکه څرنګه چې اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې اعلان کړی چې معاملات په افغانیو ترسره او د کلدارو، تومانونو په ګډون د نورو هېوادونو له اسعارو کارولو ډډه وشي، دا کار د افغانستان د خپلې کرنسۍ او اقتصادي ثبات لپاره مثبت اغېز لري. کله چې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه نیول کېږي، افغانۍ ثبات پيدا کوي او قېمتونه ورسره ښکته کېږي.»

په یو شمېر ولایتونو او په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته نږدې سيمو کې، د ډالرو، پاکستاني روپیو او ایراني تومانونو کارونه د ورځنیو معاملو لپاره معمول و.

دا بهیر چې له پخوا تر اوسه پورې روان و، کله ناکله د اسعارو د نرخونو د بدلون او د افغانیو د ارزښت ټیټېدو سبب شوی.

خو تازه، سرپرست حکومت د بهرنیو اسعارو پر انتقال او پرې د معاملاتو ترسره کولو باندې محدودیتونه لګولي، ترڅو د بهرنیو اسعارو پر کارونې تکیه راکمه او د افغانیو ثبات وساتل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist