Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په لومړي ځل د کورنیو تولیداتو یوه جوپه له بلخ لندن ته صادره شوه

په لومړي ځل د کورنیو تولیداتو یوه جوپه له بلخ لندن ته صادره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/06

د وینځونکو موادو یوه ۲۰ ټني جوپه په لومړي ځل له بلخ ولایت د بریټانیا مرکز لندن ته واستول شوه.

د دې موادو د کارخونې مسوولین وایي، د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۱ ټنه وینځونکي توکي لندن ته صادر کړل.

دوی زیاتوي، که ملاتړ يې وشي، د صادارتو کچه به يې تر دې هم لوړه شي.

د کارخونې مسوول احسان الله امیني وايي: « نن درېیمه محموله د ۳۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۱ ټنه وینځونکي توکي چې د لوښو وینځلو مایع او د جامو وینځلو صابون په کې شامل دي، انګلستان ته صادر شول. لومړۍ جوپه یې اوزبېکستان، دویمه جوپه تاجیکستان او دا دی درېیمه جوپه یې د انګلستان پلازمېنې لندن ته صادرېږي.»

په ورته مهال، مسوولین له هغو صنعت کارانو د  ملاتړ ډاډ ورکوي چې کورني تولیدات يې له نړیوالو معیارونو سره برابر دي.

په همدې حال کې خصوصي سکټور د دولت په همکارۍ ټینګار لري او زیاتوي چې د صنعتي ودې لپاره باید ګډ کار وشي.

د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریس امیر محمد متقي وايي: « لندن ته نه یوازې افغاني محصولات صادرېږي بلکې زموږ د خصوصي سکټور لپاره نوي فصل پرانیستل کېږي. دا ډول نوښتونه د افغان تولیداتو کیفیت او نړیوال معیار پوره کوي.»

د بلخ ولایت د صنایعو او کانونو  رییس امام الدین ثنایي زاده وايي: « موږ ځوانان، انرژي، پیسې، معدنونه او زېرمې لرو. موږ باید دا هڅه وکړو او پر خپلو مټو یې ورغوو. موږ باید له چا تمه ونه ​لرو چې له بهره راشي او زموږ هېواد را ته ودان کړي. دا ۲۰ کاله دلته راغلل، و اوسېدل، خو څه یې وکړل.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي، که د هېواد کورني تولیدات همداسې بهرته صادر شي، نه یوازې اقتصاد به  ورسره وغوړېږي، بلکې په کوردننه به کاري زمینې هم ایجاد شي.

د اقتصادي چارو کار پوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « هر څومره چې صادرات ولرو، په هماغه اندازه کولی شو اقتصادي پرمختګ وکړو او خلکو ته کاري زمینه برابره کړو. په سوداګریزه برخه کې یو څه ډېر مهم دي، هغه دا چې د وطني تولیداتو له لارې ملي هویت ژوندی کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې یاد تولیدات تر دې وړاندې اوزبېکستان او تاجیکستان هېوادونو ته صادرېدل. د تولیدي کارخونې د مسوولینو په خبره، د دوی تولید به د ښه کیفیت په لرلو سره په راتلوونکو کې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist