حوثیانو د یمن حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې صنعا هوايي ډګر هغوی ته وسپاري.
حوثیان وايي، صنعا هوايي ډګر دوی ته حیاتي ارزښت لري او له دې لارې خوراکي توکي او ناروغان او ټپیان د درملنې لپاره لیږدوي.
دواړو لورو د سولې دا خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په سویډن کې پیل کړي چې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.
حوثیانو تر اوسه په سویډن کې د سولې د روانو خبرو اترو غوښتنې نه دي منلي.
د یمن حکومت چې یوه برخه خاوره یې په لاس کې ده له حوثیانو غواړي چې د پلازمینې صنعا هوايي ډګر هغوی ته وسپاري.
د سولې په دې خبرو کې د حوثیانو استازی عبدالمالک الحوثي وايي، دوی دغه هوايي ډګر ته ډير اړتیا لري او چاته یې نشي سپارلی.
د حوثیانو استازی عبدالمالک الحوثي وویل، ((صنعا هوايي ډګر یو نړیوال هوايي ډګر دی او له ټولې نړۍ ورته پروازونه کیږي، یمن داخلي پروازونو ته اړتیا نه لري، خو موږ نړیوالو پروازونو ته اړتیا لرو چې باید خپل ناروغان د درملنې لپاره واستوو او خوراکي توکي وارد کړو، هوايي ډګر یو مهم حیاتي ارزښت لري.))
حوثیان وايي، یمن یوې نوې ادارې ته اړتیا لري او پخوانی حکومت له پښو غورځیدلی دی.
عبدالمالک وویل، (( اوس دا موضوع نه ده، حالاتو تغییر کړی، موږ د یمن حکومت د ماتې شاهدان یو، د یمن حکومت ړنګ شوی دی، پوځ یې ویشل شوی، ټول بنسټونه ویشل شوي دي.))
د سولې دغه خبرې د روانې ډسمبر په شپږمه نیټه پیل شوي او د ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.
صنعا هوايي ډګر اوس مهال د حوثیانو په ولکه کې دی خو هوايي چلند یې د سعودي ایتلافي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.