Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

محمد ناصر الکوزی چې د هرات انجینرۍ پوهنځي زده کړیال دی، توانیدلی چې په  لږو امکاناتو د برېښنا تولید لپاره د اوبو کوچنی بند جوړ کړي.

 دغه بند اوس مهال د ۲.۹۰ واټ برښنا تولیدولو ظرفیت لري.

په همدې حال کې د یادې برخې نور زده کړیالان ډاډ ورکوي، که سرپرست حکومت يې ملاتړ وکړي، د امکاناتو له لرلو وروسته به بېلا بېل توکي جوړ کړي.

زده کړیال فېروز عزیزي وايي: « غوښتنه مو له دولت داده، کوم محصلین چې د ټېکنالوژۍ او پرمختګ په برخه کې ګام اخلي، مالي ملاتړ یې وکړي؛ ځکه محصلین هم کار کوي هم درس وایي. په دې سره به یې اقتصادي وضعیت ښه شي.»

یو بل زده کړیال عبدالهادي وايي: « غوښتنې زیاتي دي، خو کوم محصلین چې زموږ په شان آیډیا او فکر لري، که شرایط ورته برابر شي، کولی شي دې برخه کې کار وکړي او لاسته راوړنې ولري.»

له بلې خوا، مسوولین د پرمختګ لپاره د عصري علومو پر اهمیت ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې د دې ډول ځوانانو او زده کړیالانو ملاتړ ته ژمن دي.

د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت آمر سلطان احمد مفکر وايي: « کله چې ستا دوښمن په هر قوت سمبال وي، هغه مقابل کې به تیاری کوې، هغه که د نظام وي که د وخت استخبارات وي، په مقابل کې به یې استخبارات برابروې؛ هغه که د ټېکنالوژۍ وي، مقابل کې به یې د ټېکنالوژۍ قوت برابروې، که اقتصادي وي مقابل کې به یې اقتصاد باندي کار کوې.»

 د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار وايي:« د سیمه ییزي ادارې تر امکاناتو او وس پورې یې ملاتړي یو. کومه مادي همکاري چې مو په وسه وي، محصلینو سره به یې کوو.»

د یادونې وړ ده چې یاد نندارتون کې د درېیو ورځو لپاره ۳۰ غرفو کې د هرات پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ محصلینو له خوا جوړ شوي ټېکنالوژیکي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی
ټکنالوژي

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist