د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي سيمه کې د پاکستاني پوځیانو کاروان د موټر بم برید هدف ګرځېدلی.
په دې برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) د حافظ ګلبهادر څانګې منلی.
له برید وروسته د دې هېواد پوځ په یوې رسمي اعلامیه کې د برید ګوته هند ته ونیوه او وویل، هند دغه برید له پلان او طرحه کولو وروسته په پاکستان کې د خپلو نیابتي ډلو په وسيله ترسره کړی.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف هم د خواله رسنیو له لارې په جلا ډول دغه برید غندلی او د پړې ګوته یې هند ته نیولې.
د پاکستان پوځ ویلي: « په یوه ناوړه برید کې چې د هند ترهګر دولت له خوا پلان او طرحه شوی و او د نیابتي ډلو له لوري یې عملي شو، د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د پوځ کاروان په نښه شوی. د برید په پایله کې ۱۳ پوځیان له منځه تللي.»
د پاکستان له دې ادعا وروسته د هند بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې په یاد برید کې خپله ښکېلتیا په کلکه رد کړه.
په اعلامیه راغلي چې اسلاماباد له کره شواهدو پرته غواړي هند په دې پېښه کې ښکېل وبولي.
د اعلامیې یوه برخه:« موږ د پاکستان هغه رسمي اعلامیه ولیده چې په کې هڅه شوې د جون پر ۲۸مه په وزیرستان کې د شوي برید مسوږلیت پر هند واچوي. موږ دغه اعلامیه په شدت سره ردوو.»
له اقتصادي او سیاسي ستونزو سره لاس په ګرېوان پاکستان اوس تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې له جدي امنیتي کړکېچ سره هم مخ دی او دا برید یې ښکاره بېلګه بلل کېږي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال له پیل راهیسې ۲۹۰ کسان چې له نیمايي زیاته برخه یې امنیتي چارواکي او پوځیان دي، په هدفي بریدونو، چاودنو او مخامخ نښتو کې له منځه تللي.
د دې ترڅنګ، په يادو سيمو کې پېچلي بریدونه او هدفي وژنې د ټيټيپي او بلوڅ آزادي غوښتونکو په څېر د وسله والو ډلو د پراخ نفوذ او پر پاکستاني پوځ د برلاسي نښه بلل کیږي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « په پاکستان کې وروستي بریدونه او د عسکرو وژل کېدل ښيي چې پاکستان لا په دې نه دی توانېدلی چې خپلو امنیتي ستونزو ته یوه دایمي او عادلانه حل لاره پيدا کړي. د پاکستان مشکل داخلي دي، له خپلو خلکو سره دی، خو د پاکستان حکومت نه غواړي په دې مشکل اعتراف وکړي.»
بل پلو، په پاکستان کې د امنیتي پېښو زیاتوالي ته په اشارې د سیاسي چارو شنونکي په راتلونکي کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي امکان نه ردوي.
دوی وايي، د نړۍ له هغو پرله پسې غوښتنو او خبرداریو سره چې پاکستان ته یې د ترهګرو له ملاتړ د لاس اخیستلو په تړاو کړې، د دې احتمال زیات دی چې دا هېواد تر اوس لا زیات امنیتي کړکېچ ته داخل شي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیلاحمد نادم وايي: « نو پاکستان چې څه کرلي، هغه به رېبي. دا بریدونه ښايي لا زیات شي، ځکه پاکستان په خپل سیاست کې بدلون نه راولي. سره له دې چې د افغانستان، هند او سیمې په اړه د دوی سیاست او ترهګر پالنه غلط دي، خو دوی لاهم ادامه ورکوي.»
دا په روانه جون میاشت کې څووم برید دی چې په خیبرپښتونخوا کې ترسره کیږي. له دې یوازې څو ورځې وړاندې دوه پاکستاني پوځیان له وسله والو سره په مخامخ نښتو کې ووژل شول.
تر دې دمخه او د همدې میاشتې پر ۱۵مه په سوېلي وزیرستان کې یو بل چارواکی هم په هدفي برید کې په ډزو ووژل شو.
دا داسې مهال ده چې په تېره مې میاشت کې په دې هېواد کې د ۸۵ او په اپرېل کې د ۸۱ بریدونو ارقام خپاره شوي چې په کې ګڼو پاکستاني امنیتي او استخباراتي پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اووښتې ده.