Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او اسراییلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو اوربند منلی

د ایران او اسراییلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو اوربند منلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/25

د ایران پر درېیو اټومي تاسیساتو فردو، نطنز او اصفهان د امریکا له هوايي بریدونو او ورپسې په قطر کې د امریکا پر العدید پوځي اډې د ایران له خوا  تر ځوابي بریدونو وروسته، د امریکا ولسشمر د اسراییلو او ایران ترمنځ د اوربند خبر ورکړ.

ډونالډ ټرمپ د تروت سوشیال خواله رسنۍ په یوه پوسټ کې تر راتلونکو۲۴ ساعتونو د بشپړ اوربند ویلي و او له دواړو خواوو یې غوښتي و چې د هغه له وړاندیز شوې طرحې سره سم یې عملي کړي.

طرح دا وه چې ایران تر شپږو راتلونکو ساعتونو اوربند کوي چې له هغې وروسته تر دولسو ساعتونو به اسراییل اوربند کوي چې په پایله کې یې په ۲۴ ساعتونو کې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند کېږي.

نوموړي څو ساعته وروسته په یوه بل پوسټ کې په بشپړ ډول د اوربند د ټینګښت خبر ورکړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې مات یې نه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « اوربند ترسره شو. هیله‌کوم! مات یې نه کړئ.»

اسراییلي لوري که څه هم په سر کې په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې وه، خو له څه ځنډ وروسته یې د اوربند عملي کېدل ومنل، خو په ورته مهال یې د هرډول نقض پر وړاندې د پوره چمتوالي خبرداری ورکړ.

له دې خبر وروسته په داسې حال کې چې نړۍ د دواړو لوریو ترمنځ عملي اوربند ته چمتو کېده، د اسراییلو دفاع وزیر ایران تورن کړ چې کواګي د فلسطین پر اشغال شویو سیمو یې درانه توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې اوربند نقض شوی دی.

د دې هېواد دفاع وزارت او پوځ له دې کبله ایران ته د ځواکمنو ځوابي بریدونو ګواښ وکړ.

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي: « د اسراییل پوځ ته مې امر وکړ چې د ایران له لوري د اوربند ماتولو له کبله د تهران په زړه کې واکمن رژیم ته په ځواکمنو بریدونو ځواب ورکړي.»

بل پلو، د جګړې مقابل لوري ایران په سر کې د ټرمپ د وړاندیز شوي اوربند په تړاو چوپتیا غوره کړې وه او دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي حتا دا خبره تکذیب کړه او وویل، د اوربند او د پوځي عملیاتو د درولو په تړاو هېڅ راز هوکړه نه ده شوې.

خو د اوربند د نقض کېدو په تړاو د اسراییل دفاع وزارت له ادعاوو وروسته تهران په غیر رسمي ډول اوربند ومانه او د تحمیلي اوربند نوم یې ورکړ چې په خپلسري ډول د امریکا او اسراییل له لوري اعلان شوی او له دې وړاندې یې ایران د جګړې او تسلیمۍ ګواښونه کول.

د ایران بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کې وویل ، هغه مهال خپل بریدونه دروي چې مقابل لوری خپل بریدونه په بشپړه توګه ودروي.

ایران د اوربند نقضول په کلکه رد کړل او د دې ادعا خلاف یې اسراییل تورن کړی چې له اوربند وروسته یې هم پر ایران بریدونه نه دي درولي.

د ايران خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویلي: « اسراییلو نن د سهار ۹ بجې درې پړاوه بریدونه وکړل، ځواب به یې ورکړو. د ایران وسله ‌والو ځواکونو له دې وړاندې ویلي و چې هېڅ راز یرغل به بې ځواب پرې نه‌ ږدي. اسراییل به لوړه بیه پرې کړي.»

له دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه ټویټ کې ویلي و چې ایران د جګړې پیلوونکی نه دی، خو په وینا یې هېڅ یرغل به بې ځوابه پرې نه ږدي.

تر دې وړاندې دواړو خواوو پر یو بل د کلکو ګوزارونو خبر ورکړی و.

 اسراییلو وویل، جنګي الوتکو یې د ایران په لوېدیځ کې د استخباراتي مالوماتو پر اساس پر پوځي تاسیساتو بریدونه کړي.

ایران بیا په اشغال شوې بیرالسبع سیمه کې پر اسراییلي اهدافو توغندیز بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې.

وبه لیدل شي چې ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې او اوربند مساله تر کومه غځیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist