Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

راخېن کې د روهنګیايي کډوالو کمپونه تړل کیږي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/06

ملګري ملتونه په راخېن کې د روهنګیايي کډوالو کمپونه تړي.

دغه کمپونه د هغو مسلمانانو لپاره جوړ شوي وو چې د میانماري ځواکونو ظلم او تاوتریخوالي له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي وو.

دا بې ځایه شوي کډوال له تیرو ۶ کلونو راهیسې راخېن کې په لنډمهالو پنډغالو کې اوسیږي خو اوس ملګري ملتونه وايي دغه کمپونه باید وتړل شي.

راخېن کې په لنډمهالو پنډغالو کې اوسیدونکي کډوال له کمپونو وځي.

د ملګروملتونو چارواکي وايي دغه کمپونه به ډیر ژر وتړل شي او کډوال به یې باید بیرته خپلو سیمو او کورونو ته ستانه شي.

په دغو کمپونو کې ۱۳۰ زره مسلمانان اوسیږي چې له ټول میانمار دلته راټول شوي.

میانمار کې د ملګروملتونو استازي پېرون داسې ویلي (( د کمپونو تړل زموږ اصلي موخه نه ده، زموږ موخه د میانمار موضوع ته یوه حل لار پیدا کول دي، هغه کډوال چې له تیرو شپږو کلونو راهیسې بې ځایه شوي او په لنډمهالو پنډغالو کې اوسیږي هغوی باید بیرته کورونو ته ولاړ شي.))

د ملګرو ملتونو استازي وايي دغو کډوالو ته باید بشري مرستې هم ورسیږي چې ډيره اړتیا ورته لري.

پېرون داسې ویلي (( موږ ګورو هغوی چې له خپلو سیمو تښتیدلی نه‌شي کولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي، دغه کډوال چې په دې پنډغالو کې اوسیږي ټول بشري مرستو ته اړتیا لري ځکه دوی اوس هم د خبرو او غږ پورته کولو اجازه نه لري.))

له راخېن سربیره د بنګلدیش په کمپونو کې هم له ۶ سوه زرو زیات روهنګيايي کډوال اوسیږي.

دغه کډوال د سانسوچي په مشرۍ د میانماري ځواکونو د سختو شکنجو او تاوتریخوالي له امله بنګلدیش ته کډوال شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist