Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بريد له نړيوالو غبرګونونو سره مخ شو

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بريد له نړيوالو غبرګونونو سره مخ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ايران ته د دوو اوونيو مهلت ورکړې خلاف، شنبه د شپې ناوخته خپلو ځواکونو ته په ايران کې د دې هېواد د اټومي تاسيساتو بمبارولو حکم وکړ او په دې توګه امريکا عملاً د اسراییلو په پلوۍ له ايران سره جګړې ته داخله شوه.

امريکايي ځواکونو په ايران کې د فردو، نطنز او اصفهان اټومي مرکزونو په بمبارولو سره پر دې هېواد د بريد لومړنی ګام پورته کړ، هغه چې د ډېرو هېوادونو له غبرګونونو  او د ځينو نورو هغو چې د امريکا نږدې متحدان دي، له هرکلي سره مخ شو.

له بريد څو شېبې وروسته ايران د امريکا دا عمل د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل ياد او د خطرناکو ناوړه پایلو خبرداری يې ورکړ.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وویل: « د ایران اسلامي جمهوریت دا خپل مشروع حق ګڼي چې د امریکا نظامي تېري او د دې یاغي رژیم له خوا د ترسره شویو جنایاتو پر وړاندې په بشپړ ځواک سره ودرېږي. د ایران اسلامي جمهوریت په ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د ياد سازمان پر سرمنشي، د نړیوالې اټومي انرژۍ پر ادارې او نورو صلاحیت‌ لرونکو نړیوالو ادرسونو غږ کوي چې ژر تر ژره د دې جنایت ‌کارانه قانون‌ ماتونې پر ضد اقدام وکړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش پر ايران بريد د سيمې نړيوال امنيت پر زيان ياد کړ او د دې ناورين د حل لپاره يې ډېپلوماسي يوازینۍ معقوله لاره پر ګوته کړه.

ګوتېرېش په دې اړه ویلي: « زه د امریکا متحده ایالتو له خوا پر ایران د زور کارونې له امله ژور اندېښمن یم. دا یو خطرناک اقدام دی چې د سیمې وضعیت لا پسې خرابوي او دا نړیوالې سولې او امنیت ته مستقیم ګواښ دی. د دې شخړې د چټکې پراخېدو خطر مخ په زیاتېدو دی او کولی شي د ملکي وګړو، ټولې سیمې او حتی د نړۍ لپاره ویجاړونکې پایلې ولري. زه له ښکېلو هېوادونو غواړم چې د شخړې له زیاتولو ډډه وکړي او خپلې ژمنې د ملګرو ملتونو منشور او نورو نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کړي. دې بحران ته پوځي حل‌ لاره نه شته او یوازینۍ لاره یې ډېپلوماسي ده.»

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د ايران پر اټومي مرکزونو د بريد په اړه له حساسيت پرته ويلي، تر اوسه له يادو مرکزونو د راډيو اکټيف وړانګو خپرېدو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

دغه سازمان زیاته کړې: « د ایران پر درېیو اټومي مرکزونو چې فردو هم په کې شامل دی، له بریدونو وروسته تر اوسه له مرکزونو بهر د وړانګو په کچه کې د زیاتوالي راپور نه دی ورکړل شوی. د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان به د مالوماتو له ترلاسه کولو سره سم، د ایران وضعیت په اړه نورې څېړنې او ارزونې هم وړاندې کړي.»

ځينې هېوادونه اندېښمن دي چې ګني د امريکا له دې بريد سره به په سيمه کې کړکېچ زيات او دوامداره شي.

 دوی د امریکا د برید پر وړاندې له ځانه دفاع د ايران حق ګڼي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: « موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې دا بریدونه د نړیوالو نورمونو له ټولو اصولو ښکاره سرغړونه ده او ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې مشروع حق لري چې د ځان دفاع وکړي. که چېرې کړکېچ لا زیات شي، نو دا به نه یوازې د سیمې لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره هم خطرناکې او ویجاړوونکي پایلې ولري.»

سعودي عربستان چې په عربي هېوادونو کې د ايران ستر رقيب ګڼل کېږي، هم د امريکا پر دې بريد غلی نه دی پاتې شوی او د اسراییلو بريد ته ورته يې د امريکا له لوري هم د ايران حاکميت نقضول غندلي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي: « د سعودي عربستان پادشاهي د ايران په اسلامي جمهوريت کې پرمختګونه په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالاتو له لوري د ايران اټومي تاسيساتو هدف ګرځول په ژورې اندېښنې سره څاري. سعودي د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۱۳مه خپله خپره کړې هغه اعلاميه بيا تایيدوي چې په کې د ايران اسلامي جمهوريت حاکميت نقضول غندل شوي او مخالفت ورسره ښودل شوی. سعودي پر هغو ممکنه هڅو ټينګار کوي چې د کړکېچ او د هغه د لا پراختيا مخنيوی کوي.»

خو د بریټانیا لومړی وزیر بیا کېیر سټارمر وایي، د ایران اټومي پروګرام د نړیوال امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او په خبره یې ایران ته هېڅکله اجازه نه ورکول کېږي چې اټومي وسلې ولري.

سټارمر زیاته کړې: « په منځني ختیځ کې وضعیت بې ثباته پاتې دی او په سیمه کې ثبات لومړیتوب لري. موږ په ایران غږ کوو چې د خبرو اترو مېز ته راستون شي او د دې بحران د پای ته رسولو لپاره ډېپلوماټیک حل ته ورسېږي.»

که څه هم ایران په خپلو اټومي مرکزونو بريد تایيد کړی، خو وايي، دغو مرکزونو ته زيان نه دی رسېدلی.

 د دوی په خبره، له دغو اټومي تاسسیاتو څخه حساس مواد له وړاندې ایستل شوي وو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ايران د اسراییلو بريد د اصولو خلاف ګڼلی او ټینګار يې کړی چې ټول هېوادونه او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړي هېوادونه باید د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه‌ خپرېدو تړون او نړیوالو قوانینو له مخې، خپلو مسوولیتونو ته ژمن پاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist