Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د ایران او اسراییلو په جګړه کې ښکېله شوه

امریکا د ایران او اسراییلو په جګړه کې ښکېله شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

امریکا له اته ورځني ځنډ وروسته په منځني ختیځ کې د خپل متحد اسراییل مرستې ته ور ودانګل او د ایران پر درېیو اټومي سایټونو له هوايي برید سره د روانې جګړې درېیم اړخ شوه.

د دې هېواد ولسمشر په یوه ویډیويي پیغام کې د برید خبر تایید کړ او ویې ویل، د امریکا هوايي ځواک د بي دوه (بي ټو) ډوله پرمختللیو بمب غورځوونکو الوتکو په وسیله چې رادار سیسټمونه یې هم نه شي موندلی، د ایران فُردو، نطنز او اصفهان اټومي تأسیسات پر نښه او په بشپړ ډول له منځه یوړل.

ډونالډ ټرمپ دغه عملیات ډېر بریالي بللي او ایران ته یې ګواښ کړی، که سولې حاضر نه شي، د امریکا راتلونکي بریدونه به ډېر پراخ او اسانه وي.

ټرمپ په دې اړه وايي: « لږ مخکې د امریکا پوځ د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان مهمو اټومي تأسیساتو دقیق برید ترسره کړ. تاسو ټولو به دغه نومونه اورېدلې وي چې له کلونو راهیسې یې په ویروونکي ډول ویجاړوونکي اقدامات په کې طرح کېدل. زموږ موخه د ایران د هستوي غني ‌کولو ظرفیت له منځه وړل او د هغو ګواښونو درول و چې د نړۍ د ترهګرۍ لومړي ملاتړي هېواد له لوري پېښېدل. نن نړۍ ته ویلی شم چې زموږ بریدونه د پوځي بریا له اړخه ډېر عالي وو. د ایران مهم او ډېر مهم هستوي تأسیسات په بشپړ ډول له منځه یوړل شول. ایران د منځني ختیځ د یو زورواکي هېواد په توګه باید اوس سوله وکړي. که داسې ونه ‌کړي، زموږ راتلونکي بریدونه به ډېر پراخ او اسانه وي.»

ایران د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې له امریکا سره د جګړې اعلان کړی او ویلې یې دي، له دې وروسته به امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو او پوځې اډو د هدف ګرځولو لیدونکې وي.

له برید وروسته، ایران پر اسراییلو شاوخوا۵۰ توغندیز بریدونه کړي خو په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د برید راپور نه دی ورکړل شوی.

ایراني چارواکي د برید په سیمو کې د راډیو اکټیف وړانګو خپرېدل په کلکه ردوي او وايي، دوی له برید وړاندې دغه سیمې له اټومي موادو خالي کړې وې.

د ايران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران ویلي: « واشنګټن له خپلو تېرو پرله پسې ناکامیو د عبرت پرځای، زموږ پر اټومي تأسیساتو له برید سره ځان د یرغل په لومړۍ کرښه کې ودراوه. لکه څنګه مو چې پخوا ویلي، په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو شمېر، وېشلی حالت او پراختیا نه یوازې دا چې د ځواک نښه نه ده بلکې دوی ته د زیان رسولو کچه لا پسې لوړوي.»

د اسراییلو لومړي وزیر د امریکا د اقدام له کبله ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ویلې او وايي، د ایران پر اټومي تأسیساتو برید یې د اسراییلو په همغږۍ ترسره شوی او دا په منځني ختیځ کې د سولې راوستلو لپاره ټاکوونکی ګام دی.

بنیامین نتنیاهو په ویډیويي پیغام کې ویلي، سوله یوازې د ځواک او زور ښودنې له لارې راتلی شي او په وینا یې، امریکا د خپل زور په کارولو سره د سولې راوستلو لپاره ګام پورته کړ.

نتنیاهو زیاته کړې: « ولسمشر ټرمپ او زه ډېر کله دا وایو چې سوله د ځواک کارونې له لارې راتلی شي. لومړی ځواک، وروسته بیا سوله. پر همدې اساس ولسمشر ډونالډ ټرمپ او امریکا له پوره ځواک او غښتلتیا سره د ایران پر وړاندې اقدام وکړ. ولسمشر ټرمپ! زه، د اسراییلو خلک او د تمدن ځواکونه ټول له تا ډېره منندوی یو.»

له ایرانه اخوا امريکا کې هم د ټرمپ ادارې دغه اقدام له پراخو نیوکو سره مخ شوی او دې ګام د کانګرېس غړي په دوو ملاتړ او مخالفو ډلو وېشلي دي.

سره له دې چې په کانګرېس کې د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام له یوې خوا یو اړخیز او د امریکا د اساسي قانون خلاف عمل بلل شوی، له بلې خوا یې ډیموکراټان سخت په غوسه کړي او د نوموړي د استیضاح غوښتنه یې مطرح کړې ده.

د کانګرېس غړې الکساندریا اوکازیو کورتز ویلي: « له اجازې پرته پر ایران د بمبارۍ فاجعه‌ زېږوونکې پرېکړه د اساسي قانون او د کانګرېس د جګریزو واکونو خلاف کړنه ده. د بېړې له مخې د ولسمشر دغه کار د داسې یوې جګړې ګواښ زیات کړی چې څو نسله به اغېزمن کړي. د ولسمشر دغه کار له شک پرته او په واضح ډول د نوموړي استیضاح ته لار هواره وي.»

امریکا د ډونالډ ټرمپ په امر داسې مهال د ایران پر درېیو اټومي سایټونو هوايي بریدونه او د هغو د له منځه وړلو خبره کوي چې نوموړي دوه ورځې وړاندې ویلي و چې د اسراییلو او ایران ترمنځ په جګړه کې د ښکېلېدو او د مستقیم برید په تړاو دوه اوونۍ وروسته پرېکړه کوي.

د ډونالډ ټرمپ په خبره، لا هم ایران سره د اټومي پروګرام په سر د خبرو اترو کولو فرصت شته دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist