د کینیا اوسېدونکي وايي، په یو شمېر شمالي کلیو او بانډو کې د خلکو ټول ژوند د څاریو له محصولاتو پورې تړلی او که څاروي یې نه وي نو دوی هم ژوند نه شي کولای.
د کینیا اوسېدونکي وايي، په تېرو ۷۲ کلونو کې یې داسې وچکالي نه ده لیدلې.
کینیا داسې یو هېواد دی، چې بېوزلي په کې په اوج کې ده او دا ډول طبیعي افتونه یې اوسېدونکي لا زیات ځپي.
د کینیا اوسېدوونکي وايي، هېڅوک د څاریو ساتنه نه شي کولای او له همدې امله د څارویو بیه هم ډیره راټیټه شوې او په تېرو څلورو میاشتو کې له ۳۰۰ ډالرو ۴۵ ډالرو ته را رسېدلې ده.