Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او اسراییلو جګړه؛ د نړۍ ګڼو مشرانو د ژر درېدو غوښتنه یې کړې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ د نړۍ ګڼو مشرانو د ژر درېدو غوښتنه یې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/21

په داسې حال کې چې د ایران او اسرايیلو ترمنځ د مخامخ جګړې د پیل کېدو اوونۍ پوره شوه، داسې ښکاري چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه به تر ډېره دوام ولري.

ایران او اسراییل تازه پر یو بل د پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو او په کې د درنو ځاني او مالي زیانونو د اړولو ادعاوې کړې.

ایران وايي، په توغندیزو بریدونو کې یې تازه د بیرالسبع اشغال شوې سیمه په نښه کړې چې ګڼ شمېر کسان په کې وژل شوې او ټپیان دي.

بل پلو، اسراییل ادعا کوي چې جنګي او بې پیلوټه الوتکو یې د ایران په هوايي حریم کې آزاده تګ را تګ کوي او په تازه بریدونو کې یې د پلازمېنې تهران په لوېدیځ او مرکزي سیمو کې پوځي اهداف پر نښه کړي دي.

همدارنګه د اسراییلو پوځ ویلي، په اصفهان او تهران کې یې د مقابل لوري د توغندیو توغولو او رادار هغه سیسټمونه پر نښه کړي چې په فضا کې یې د اسراییلو جنګي او ډرون الوتکې هدف ګرځولې.

له بلې خوا، ایراني رسنیو ادعا کړې چې د اسراییلو فضا د دې هېواد له واکه وتلې او دا مهال ایران کولی شي په ډېرې اسانۍ سره خپل اهداف په توغندیو په نښه کړي.

د اسراییلو پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: « زموږ د هوايي ځواک جنګي او بې پیلوټه الوتکې لاهم د ایران په فضايي حریم کې په آزادانه ډول فعالیت کوي او د دې هېواد په لوېدیځ او مرکزي برخه کې د ایراني رژیم پوځي اهداف پر نښه کوي.»

له سیمې لرې د سپینې ماڼۍ ویاندې په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د امریکا د ولسمشر له خولې ویلي، ولسمشر په راتلونکو دوو اونیو کې په روانه جګړه کې د ښکېلېدو په تړاو وروستۍ پرېکړه کوي.

کارولین لېوېټ ویلي، ډونالډ ټرمپ په دې باور دی چې لاهم له ایران سره د خبرو اترو او مذاکراتو د بیا پېلېدا چانس له لاسه نه ده وتلی.

لیوېټ په دې اړه وايي: « زه پوهېږم چې ایران کې د روانو مسایلو په اړه دا مهال په رسنیو کې د ولسمشر د هغې پرېکړه په تړاو بېلابېلا نظرونه او اندونه موجود دي چې آیا امریکا به روانې جګړې ته ورودانګې که نه؟ د همدې خبرونو پر تعقیب زه د ولسمشر ټرمپ مستقیم پیغام تاسو ته لولم: ٬٬ په دې برخه کې شته حقیقتونو او له ایران سره د مذاکراتو لوی چانس ته په کتو چې آیا له دې هېواد سره به په نږدې راتلونکي کې خبرې اترې ترسره شي کنه؛ ورسره سم به زه به دوو راتلونکو اونیو کې خپله پرېکړه تاسو ته در واورم،،.»  

په ورته مهال، د کرېملین ویاند دیمتري پسکوف له سکای نیوز سره په تازه خبرو کې په ایران کې د رژیم د بدلون او د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه یي د وژلو ګنګوسو ته په غبرګون کې ویلي د یادو مواردو ترسره کېدل به لویې ستونزې راپورته کړي چې په وینا روسیه به هم غلې پاتې نه شي.

د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین لا وار دمخه امریکا ته په جګړه کې د دخالت او ښکېلېدو په تړاو خبردار ورکړی و.

په یوه بل پرمختګ کې د روسیې او چین ولسمشرانو هم تازه په ټلیفوني خبرو کې د ایران او اسراییلو جګړې او په منځني ختیځ کې د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې.

 دواړو خواوو د بېړني اوربند غوښتنه کړې او د جګړې دوام یې نه یوازې د دواړو خواوو بلکې د سیمې د هېوادونو امنیت او ثبات لپاره ستر ګواښ بللی.

د کرېملین ویاند په دې اړه وايي: « روسیه به منفي غبرګون وښيي. په ایران  کې د رژیم بدلون په تړاو حتا غږېدل او د دې بحث مطرح کول هم د منلو وړ نه دي.»

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر د تروت خواله رسنۍ په یوه پوست کې ویلي و چې د ایران د مذهبي مشر د اوسېدو ځای ورمعلوم دی، خو په خبره یې اوس نه غواړي په دې اړه عملي اقدام وکړي.

دا هرڅه داسې مهال دي چې ټاکل شوې د ایران، فرانسې، جرمني او برېټانیا د بهرنيو چارو وزیران په جنوا کې د روانې جګړې او د ایران د اټومي پروګرام په تړاو لیدنه ولري.

په ورته مهال، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخوالي د مخنیوي په موخه له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې لاهم د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د ستونزې د حل فرصت شته دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist