Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/17

ایران او اسراییل د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره د یو بل پر وړاندې مخامخ جګړې ته دوام ورکړی او په درنو توغندیزو او ډرون بریدونو کې یې ګڼې سیمې پر نښه کړي.

اسراییلي رسنیو راپور وکړی چې د جګړې پرڅلورمه ورځ ایران تر ۱۰۰ زیات توغندي د اسراییلو پر بن ګورین هوايي ډګر، د وایزمن هسته‌ يي څېړنو مرکز او د ماګین، کریات، حیفا، الجلیل، بت یام او د پلازمېنې ګڼو برخو پر لور توغولي چې له مرګ ژوبلې سربېره یې پراخې ویجاړۍ هم رامنځته کړي.

 له دې سره د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د اسراییلو یرغل پر وړاندې یو موټی درېږي او دولت خپله ټوله هڅه کوي چې د خلکو ورځني ژوند کې خنډ را نه شی.

پزشکیان په دې اړه وايي: « موږ هېڅکله یرغلګر نه و، خو د وحشي جنایت کوونکو پر وړاندې په ډېر قوت سره لاسونه ورکوو او درېږو. په داسې حال کې چې زموږ خلک د دې معرکې پر وړاندې ولاړ دي، دولت هم خپله ټوله هڅه کوي چې د خلکو ورځني ژوند کې هېڅ راز خنډ رامنځته نه شي.»

ایراني رسنیو ویلي، اسراییلي ځواکونو د ملکي سیمو نښه کول پیل کړي او تازه یې د مشهد هوايي ډګر ترڅنګ د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه برخه ویشتلې چې په کې د دې وزارت څو کارکوونکي ټپیان شوي دي.

په ګڼو نورو بریدونو کې چې د ایران په مشهد او پلازمېنې تهران کې ترسره شوي، لسګونه کسان وژل شوې او ټپيان دي.

په ورته مهال، د اسرایيلو لومړي وزير له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، په ایران کې یې د رژیم بدلون باید د جګړې پایله وي.

بنیامین نتنیاهو زیاته کړې ایران به د اسراییلي وګړو د وژلو له امله لوړه بیه پرې کړي.

نتنیاهو په دې مرکه کې د رویټرز د هغه راپور په تړاو له ځواب ویلو ډډه کړې چې وايي، د امریکا ولسمشر د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له وژلو سره مخالفت ښودلی.

نتنیاهو په دې اړه ویلي: « له ټرمپ سره خبرو اترو په هکله ګڼ درواغ او له حقیقت لرې راپورونه شته چې سم نه دي او زه نه غواړم تر دې زیات په دې اړه وغږیږم. خو تاسو ته ویلی شم چې زه فکر کوم موږ هغه څه کوو چې ورته اړتیا ده او هغه څه به وکړو چې باید ترسره یې کړو. زه باور لرم امریکا هم په دې ښه پوهیږي چې څه سم او څه یې پر ګټه دي.»

په ورته مهال، د جګړو له پراخېدو وروسته امریکا په لومړي ځل د اسراییلو په پلازمېنه تل ابیب کې خپل سفارت تړلی او منلې یې ده چې د سفارت یوه برخه یې د ایران په توغندیز برید کې زیانمنه شوې، خو په خبره یې چا ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

بل پلو، د راپورونو له مخې، په تهران کې د روسیې او ګڼو نورو هېوادونو سفارتونه تړل شوي او ډېپلوماټان يې خپلو هېوادونو ته ورغوښتل شوي دي.

اسراییلو کې د امریکا سفارت ویلي: « په اسراییلو کې زموږ سفارت او کونسلګرۍ به نن په رسمي توګه تړلې وي؛ ځکه هلته د پناه نیولو امر لاهم نه دی لرې شوی. د ایران د توغندیزو بریدونو له کبله د تل ‌ابیب څانګې د سفارت ځینې برخو ته زیان رسېدلی، خو د سفارت هېڅ کارکوونکي ته په کې زیان نه دی اوښتی.»

له دې سره، رویټرز د خپلې یوې سرچینې په حواله راپور وکړی چې ایران د قطر او عمان په منځګړیتوب له امريکا سره د اټومي پروګرام پر سر د خبرو اترو د لغوه کېدا خبر ورکړی.

د سرچینې په حواله، ایران د غچ اخیستلو او د اسراییلو د بریدونو د بشپړې درېدا په صورت کې مذاکراتو ته د کېناستو خبره کړې.

روېټرز خبري اژانس په دې اړه ویلي: « ایراني چارواکو قطري او عماني منځګړو ته خبر ورکړی چې دوی هغه مهال جدي مذاکرات پیلوي چې ایران د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې ځوابي غبرګونونه بشپړ کړي. ایران روښانه کړې چې تر بریدونو لاندې به خبرې اترو ته  نه کېني.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې لاهم د ایران او اسراییلو تر منځ جګړه په شدت روانه ده او د درېدلو یې هېڅ څرک نه لګي.

 په دې جګړه کې تر اوسه له دواړو خواوو سلګونه کسان وژل شوې او ټپيان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist