Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسراییل: حزب الله د ایران په ملاتړ ترهګریز فعالیتونه کوي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/05

حزب الله اسراييلو ته غځيدلي مخفي تونلونه د ایران په ملاتړ جوړ کړي دي.

د اسرايیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو پر حزب الله ډلې تور پورې کوي چې د دغې ډلې د ټولو ترهګریزو فعالیتونو تر شا د ایران لاس دی.

اخوا امریکا له اروپايي ټولنې غواړي چې پر ایران د اټومي پروګرام له امله تازه بندیزونه ولګوي.

اسراييلي ځواکونو تیره ورځ داسې پټ تونلونه وموندل چې حزب الله ډلې له لبنان څخه اسراييلو ته ویستلي دي.

تازه د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، دا تونلونه د ایران په ملاتړ جوړ شوي دي.

بنیامین نتنیاهو، ((په سرحدي سیمو کې دا ترهګریز تونلونه حزب الله جوړ کړي چې د ایران مستقیم ملاتړ ورسره وو، هغوی سره د ایران مالي ملاتړ هم دی، د هغوی یوازینۍ موخه دا ده چې بې ګناه اسراييل و وژني، دا د اسراييلي حاکمیت سپکاوی او له نړیوالو تړونونو سرغړاوی دی چې موږ ته د منلو وړ نه دی.))

اسرايیلي ځواکونو دغه تونلونه موندلي او له امله یې پر حزب الله او لبنان ګڼ تورونه هم لګولي دي.

پر ایران دا نیوکې داسې مهال کيږي چې امریکا له اروپايي ټولنې هم غوښتي چې پر دغه هیواد بندیزونه ولګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشاور برین هووک وویل، ((موږ تمه لرو چې اروپايي ټولنه به هم د ایران پر توغندیز پروګرام د بندیزونو طرحه پاس کړي، هغوی باید پر هغو بنسټونو بندیزونه ولګوي چې د دغه پروګرام ملاتړ کوي. ځکه دا کارونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قانون سرغړونه ده.))

پر ایران له اوږدې مودې راهیسې تورونه دي چې د منځني ختیځ هیوادونو په ګڼو کورنیو مسایلو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي چې سیمه نا امنه کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist