Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/31

د غزې اوسېدونکي له نږدې دوه کالو راهیسې د اسراییلي ځواکونو د داسې بې رحمه برېدونه ښکار دي چې د هوايي ړندو بمباریو سربېره یې د لوږې له مرګوني وضعیت سره مخ کړي.

اسراییلي ځواکونو د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د غزې  زرګونه مېندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان، ځوانان، ښځې او بوډاګان شهیدان کړي دي.

د الجزیرې ټلوېزیون د راپور له مخې، په روانو برېدونو کې د دې تړانګې د اوسېدونکو ټول کورونه، روغتیايي بنسټونه او عامه تأسیسات نږدې په بشپړه توګه له منځه تللي.

راپور زیاتوي، د دې بريدونو له امله د زرګونه فلسطینيانو کورنیو غړي لاهم تر خاورې لاندې تري تم دي.

د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۳کال د اکټوبر له اومې راهیسې د اسراییلي ځواکونو له خوا په غزه کې د اوښتې مرګ ژوبلې تایيد شوې شمېرې ښيي چې ۵۴ زره ۲۴۹ تنه شهیدان شوي، ۱۲۳ زره ۴۹۲ تنه ژوبل شوي دي. همدارنګه له حماس غورځنګ سره د اوربند له ماتېدو وروسته، اسراییلي ځواکونو ۴۰۰۰ تنه شهیدان کړي او څه باندې ۲۰ زره نور یې ژوبل کړي دي.

له دې سره، د اوربند پرمهال هم ۱۷۰ تنه شهیدان شوي او ۲ زره ۲۰۰ نورو د سختو ټپونو له امله ژوند بایللی.»

د الجزیزې ټلویزیون د راپور له مخې، پرغزې تړانګې د اسراییلي ځواکونو د څه باندې دوه میاشتو بشري مرستو بندیز له امله، تر۳۰۰ زیاتو فلسطیني وګړو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۵ زره نور د مرګ له جدي خطر سره مخ دي.

په راپور کې د نړیوالو بشري سازمانونو د موندنو له مخې، په غزه کې د لوږې له امله د شاوخوا ۹۵ سلنه فلسطینیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

د راپور یوه برخه:« په شمالي او مرکزي غزه کې د لوږې له کچې ښکاري چې ۱۵ سلنه خلک د مړینې له خطر سره مخ دي. ۸۰ سلنه د خوراکي توکو، درملو او سرپناه جدي ستونزې لري. ۵ سلنه په لږه کچه خوړو ته لاسرسی لري.

همدارنګه د دېرالبلاح ښارګوټي د لوږې کچه څرګندوي چې ۵ سلنه خلک د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ دي. ۸۵ سلنه یې خوړو، درملو او سرپناه ته لاسرسی نه لري او ۱۰ سلنه هم په لږه کچه خوړو ته لاسرسی لري.

د خان یونس ښار د لوږې کچه څرګندوي چې ۱۰ سلنه کورنۍ د مرګ له جدي خطر سره مخ دي، ۸۰ سلنه یې د خوړو، درملو او سرپناه جدي ستونزې لري او ۱۰ سلنه لږ اندازه خوړو ته لاسرس لري.

د رفح ښار د لوږې کچه څرګندوي چې ۸۵ سلنه اوسېدونکي یې خوړو، درملو او سرپناه ته په لاسرسي کې جدي ستونزې لري او ۱۵ سلنه یې د مرګ له جدي خطر سره مخ دي. »

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو نسل وژنکي بریدونه او د امریکا له لوري د دې برېدونو پوځي ملاتړ پر نړیواله کچه غندل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي د اسراییلي ځواکونو له لوري په غزه کې د ماشومانو شهېدانولو او د لوږې له امله پر روان وضعیت سخت وژړل او د دې وحشت د ژر تر ژره پای ته رسېدوغوښتنه یې وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض منصور وویل: « زه هم ماشومان لرم او زه په دې پوهېږم چې هغوی ما او زما کورنۍ ته څه مانا لري. د فلسطینیانو وضعیت وګورئ او جدي ګام پورته کړئ؛ د لوږې شغلې د فلسطیني وګړو ژوند په څه ډول کړی، ځکه موږ وایو چې فلسطینیان په سخت ظلم کې واقع دي، دوی هر چېرته په اشغال شویو سیمو، غزې او نورو سیمو او حتا کلفورنیا کې ځورول کېږي.»

د افغانستان په ګډون پر نړیواله کچه په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له لوري په روان وحشت او نسل وژنې لاریونونه شوي.

تازه د فرانسې ولسمشر سینګاپور ته د سفر پر مهال ویلي، که اسراییلي چارواکي غزې ته پراخې بشري مرستې پرې نږدي، د فرانسې له لوري به د بندیزونو له سخت دریځ سره مخ شي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل ماکرون ویلي: « که په راتلونکو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې عمل ونه ښودل شي، نو موږ به خپل دریځ سخت کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ حماس اسلامي غورځنګ د امریکا له لوري وړاندیز شوي اوربند په اړه د غور کولو خبر ورکړی چې واشنګټن دغه وړاندیز شوی اوربند د اسراییلو چارواکو له لوري منل شوی ګڼي.

اخوا بیا د حماس اسلامي غورځنګ يوه لوړ پوړي چارواکي د امريکا له لورې وړانديز شوی اوربند په غزه کې د نسل وژنې د دوام په مانا ياد کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist