امریکا پر چین د درېیو میاشتو لپاره ګمرکي تعرفې وځنډولې.
دا پریکړه داسې مهال کیږي چې دواړو هېوادونو په نویو سوداګریزو مذاکراتو بوخت دي.
ویل کیږي چې د تازه سوداګرۍ دا تړون به په ۹۰ ورځو کې پلی شي.
سپینه ماڼۍ وايي، دا هوکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او چینايي مشر شي جینګ پېن ترمنځ شوې.
ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د جنوري تر میاشتې به دا تعرفې له ۲۰۰ میلیون ډالرو پورته نه کړي.
ټرمپ دا ژمنه داسې مهال وکړه چې امریکا ورته څه موده وړاندې د تازه تعرفو لګولو ګواښ هم کړی و.