د سوریې نظامي سرچینې وايي، اسراییلو د سوریې پر پلازمېنه دمشق ښار یو شمېر پیاوړي توغندي کارولي دي.
سوریه وايي، په دغو هوايي بریدونو کې یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوي، خو د چا ژوند ته په کې زیان نه دی اوښتی.
تر دې دمه د اسراييلو له لوري د دغو هوایي بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.
ویل کیږي، چې د تېرې شنبې پر ورځ هم اسراييلو د دمشق ښار پر څنډو هوايي بریدونه کړي وو، چې سوري ځواک یې پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی و.
اخوا اسراييل د اکټوبر میاشتې پر ۱۴مه نیټه سوریې کې د ایراني ځواکونو پر اډو هم بریدونه کړي وو، چې نهه کسان یې په کې وژلي وو.
سوریه وايي، اسراييل په دې کار سره د منځني ختیځ د نا امنه کولو هڅې کوي.