Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یمن کې چاودنه؛ ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/31

یمني چارواکي وايي، چاودنه په عدن ښار کې یوې پوستې ته نږدې شوې، چې له امله یې اته تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

ویل کېږي، چې دغه امنیتي پوسته د عدن ښار هوايي ډګر ته نږدې پرته وه.

د ښار اوسېدونکي وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او شاوخوا ټولې ودانۍ یې زیانمنې کړي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د برید موخه دغه پوسته وه، که هوايي ډګر ته یې ننوتل غوښتل.

تر دې وړاندې هم عدن ښار کې ډېرې چاودنې او بریدونه شوي، چې تل په کې القاعده او داعش ډله ملامت شوي دي.

خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې د دې وروستي برید تر شا د کومې ډلې لاس دی.

بل لور ته د یمن حوثیانو هم څو ځل پر عدن ښار هوايي او ډرون بریدونه کړي دي.

یمن کې روانه جګړه له ۲۰۱۵ کال راهیسې پیل شوې، چې ګڼ شمېر کسان یې تېښتې ته اړ کړي او زرګونه نور په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist