Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: اسرايیلي ځواکونو په غزه کې نسل وژنه کړې

ملګري ملتونه: اسرايیلي ځواکونو په غزه کې نسل وژنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/07

نړیوالو رسنیو په غزه کې د روغتیايي بنسټونو له قوله راپور ورکړی چې په دې تړانګه کې اسراییلي ځواکونو د نسل وژونې بریدونو ترڅنګ، پر ملکي وګړو د خوړو، څښاک اوبو او درملو رسولو ټولې لارې تړلي دي.

په راپورونو کې راغلي، له تېرې ورځې راهیسې اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون له ۵۰ زیات فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر کمېشنر فېلېپ لازاریني د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(یونیسف) د موندنو پر بنسټ خبر ورکړی چې د روان زېږدیز کال د مارچ له ۱۸ راهیسې، اسراییلي ځواکونو هره ورځ په غزې کې شاوخوا ۱۰۰ فلسطیني ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اړولې.

هغه زیاته کړې: « مشروط اوربند د ماشومانو ژوندي پاتې کېدو ته فرصت و، خو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بیا ځلې بریدونو پیل هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې. د ماشومانو په نښه کول د بشریت پر مخ یو تور داغ دی. د هغوی د وژلو لپاره هېڅ توجیه وجود نه لري.»

په ورته مهال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزير ډېویډ لمي د اسراییلو له لوري د دې هېواد د پارلمان پر دوو غړیو اسراییلو ته د سفر بندیز غندلی او له هوايي ډګره يې د بېرته ستنولو په غبرګون کې، د اسراییلو حکومت له هغوی سره پر ناسم چلن تورن کړی او په غزې کې د جګړې پر بشپړ پای ته رسولو یې ټینګار کړی.

هغه زیاته کړې:« د اسراییلو په حکومت کې مو خپلو سیالانو ته په ډاګه کړې ده چې د بریټانیا پارلمان غړیو سره داسې چلن ورته د منلو نه دی. موږ د پارلمان له دواړو غړیو سره خبرې وکړې او د هغوی پوره ملاتړ به وکړو.»

سکای نيوز ټلویزیون د اسراییلو د کډوالۍ وزارت له قوله راپور کې ویلي، یون یانګ او ابتیسام محمد د بریټانیا پارلمان دوه هغه غړې دي چې د اسراییلو امنیتي وضعیت او د دې هېواد حکومت پر وړاندې د عامو اسراییلي وګړو د درېځ مستند کولو لپاره یې له لندن څخه تل ‌ابیب ته سفر درلود.

بله خوا، ټاکل شوې نن دوشنبه(د اپرېل اوومه) د اسراییلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د اسرایيلو لومړي وزير دفتر ویلي، د نتنياهو او ټرمپ د خبرو اجنډا به د امریکا له لوري پر اسراییلي توکو تعرفې، د اسراییلو او ترکیې اړیکې او له حماس غورځنګ څخه د برمته اسراییلیانو ازادول وي.

د اسراییلو لومړي وزیر دفتر دغه راز ویلي: « لومړی وزیر د ولسمشر ټرمپ تودې او شخصي اړیکې ستايي او له ټرمپ مننه کوي چې د نړیوالو تعرفو له وضع کېدو وروسته یې له نتنیاهو سره لومړی کتنه پلان کړه. لومړی وزیر نتنیاهو به دوشنبه د ټرمپ په بلنه واشنګټن ته سفر وکړي.»

امریکا اسراییلو ته په منځني ختیځ کې د خونړیو هوايي او ځمکنيو بریدونو لپاره پوځي امکانات چمتو کوي.

د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۵ مه د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړۍ کتنه کې د امریکا ولسمشر حماس اسلامي غورځنګ ته خبرداری ورکړی و، که برمته اسراییلي وګړي بې قید او شرطه آزاد نه کړي، غزې تړانګه به ورته پر دوزخ بدله کړي.

د مارچ پر ۱۸مه په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د مشروط اوربند له پای ته رسېدلو وروسته، نږدې ۱۵۰۰ فلسطیني وګړي شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist