د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ډاډ ورکړ چې پاکستان به د ډالرو له کمښت سره مخ نشي.
پاکستان کې د کلدارو پر وړاندې د ډالرو لوړیدو سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.
سوداګر وايي، په امریکا کې د پیسو د نړیوال صندوق یا آی اېم اېف له امله د ډالرو بیه لوړه شوې خو د پاکستان مالیې وزارت دا ادعا ردوي.
پاکستان کې د ډالرو د بیې لوړېدو د دغه هیواد اقتصادي بازارونه او سوداګر اندیښمن کړې دي.
پاکستاني سوداګر د ډالرو د لوړیدو تور د پیسو پر نړیوال صندوق پورې کوي ځکه امریکا ورته د اقتصادي بندیزونو ګواښ کړی دی.
د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر دا ادعا ردوي او وايي، پاکستان کې د ډالرو د بیې لوړیدل د پیسو د نړیوال صندوق سره د کړي تړون پورې هیڅ تړاو نه لري.
د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر وویل، ((د ډالرو اوسنی قیمت د پیسو د نړیوال صندوق سره زموږ د مذاکراتو پورې تړاو نه لري. ما واوریدل چې چا په تلویزیون کې و ویل چې دا د پیسو د نړیوال صندوق پورې اړه لري خو دا زموږ د هغوی د تړون پورې نه ده.))
اسد عمر زیاتوي چې دا مصنوعي پالیسي ده او تر ډيره به پاتې نشي او کلدارې به بیرته پخوانۍ بیه راخپله کړي.
اخوا د پاکستان لومړی وزیر عمران خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د ډالرو له کمښت سره به مخ نشي او دا ستونزه د اندیښنې وړ نه ده.
عمران خان وویل، ((هغه خلک چې اندیښنه لري، زه غواړم هغوی ته ووایم چې د ډالرو په اړه انديښنه مه کوئ. که خدای وغوښتل زموږ روپۍ به بیا قوي شي. پاکستان به د ډالرو له کمښت سره مخ نشي.))
تیره شپه د یوه ډالر بیه ۱۳۴ کلدارې تخمین شوې وه خو تیره ورځ دا بیه تر ۱۴۳او ان تر ۱۵۰ پورې پورته شوې وه.