Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د نا امنیو زیاتېدل؛ پر دیني علماوو بریدونه زیات شوي

پاکستان کې د نا امنیو زیاتېدل؛ پر دیني علماوو بریدونه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/17

د پاکستان ترحاکمیت لاندې سیمو کې د وروستیو څو اوونیو په لړ کې نا امنیو زور اخیستی او په دې منځ کې پرله پسې پر دیني علماووهم مرګوني بریدونه ترسره شوي دي.

په تازه پېښه کې چې د کب پر ۲۵مه د شنبې په مازیګر ترسره شوه، مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر په کې له څو نورو کسانو سره ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

د راپورونو له مخې، پر منیر شاکر د پېښور ښار ته څېرمه اورمړ سیمه کې د هغه جومات دروازه کې بمي چاودنه وشوه چې نوموړی د لمونځ اداء کولو لپاره ور روان و.

عیني شاهدانو رسنیو ته ويلي، بم وار له مخه ځای پر ځای شوی و.

له چاودنې وروسته مفتي منیر شاکر او څلور نور لمونځ کوونکي په ټپي حالت کې نژدې روغتون ته لېږدول شوي، خو د ډاکټرانو په وینا مفتي شاکر د سختو ټپو له امله روغتون کې ساه ورکړه.

د پېښور لېډي ريډېنګ روغتون وياند محمد عاصم وايي: « له بده مرغه مفتي منیر شاکر صاحب له موږ سره روغتون کې شهید شو. له درېیو نورو ټپیانو سره یوځای په ډېر بد ټپي حالت کې موږ ته راوړل شوی و، خو له ډلې یې مفتي شاکر ساه ورکړه.»

که څه هم پر مفتي منیر شاکر د برید مسوولیت د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره چا نه ‌دی منلی، خو د هغه زوی عبدالله شاکر د خپل پلار د قتل پړه پر پاکستاني حکومت او امنيتي ادارو اچوي او پر ضد يې د پراخ احتجاج پيلولو خبره کوي.

د مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر وايي: « ټولو ملګرو راشئ. زه تر هغو هېڅ ډول جوړجاړي ته تیار نه یم چې ماته اصلي خبره ښکاره نه شي. وزیر اعلی، وزیر اعظم او د پوځ مشره تاسو ته وایم، مفتي منیر شاکر تاسو شهید کړ. که تاسو د هغه ساتنې لپاره امنیتي کسان ورکړي وای، نن به دا حال نه و.»

مفتی شاکر تر دې څو ورځې مخکې په يوه وينا کې ويلي و چې د واټسپ له لارې ګواښل شوی او د دغو ګواښونو سکرين شاټونه یې ځايي امنیتي حوزه کې له نورو اسنادو سره پولیسو ته سپارلي وو.

 پر مفتي منیر شاکر څو ځله پخوا هم د بریدونو هڅه شوې وه او د پاکستان پر حکومت تور پورې کاوه چې غواړي له منځه یې یوسي.

مفتي منیر شاکر د منبر په سر بیا بیا خبرداری ورکاوه چې ژوند ته یې ګواښونه کېږي او که په نښه شي، مسوولیت به یې د پاکستاني پوځ پر غاړه وي.

د مفتي منیر شاکر په یوه وینا کې ویل شوي: « ماته سرکار هم خبرداری راکړی چې تاته خطر دی، ماته یې قانوني سند راوړی چې تاپسې خلک لګیا دي او غواړي له منځه دې یوسي. له یوې خوا حکومت د خطرونو خبرداری راکوي، له بلې خوا دوښمنان اخطارونه راکوي، له بلې خوا سازشونه بې نقاب کېږي، خلک یې بې نقابه کوي.»

پر منیر شاکر برید ته په پراخه کچه غبرګونونه هم ښودل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ مفتي منیر شاکر په شهادت ورسول شو.

پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه د مفتي شاکر له کورنۍ او خواخوږو سره غمشریکي کړې.

پښتین زیاته کړې:« په دې پېښه واقعاً موږ ټول ملت ډېر غمجن یوو، هغه وخت چې د وخت حاکم به د ریښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغو وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نه شتوالي باوجود، د حق او ریښتیا غږ په جرئت پورته کاوه او مبارزه یې کوله. سرونه یې پرې شول خو ټیټ نه شول.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم د ديني عالم منير شاکر وژنه غندلې.

مولانا فضل الرحمان ویلي، د دیني عالمانو پرله پسې وژنه د اندېښنې وړ مساله ده او د مذهبي ټولنې پر وړاندې یوه ژوره «دسیسه» ښکاري.

هغه زیاته کړې: « حکومت چېرته دی؟ هره ورځ په جوماتونو کې چاودنې کېږي او د روژې په میاشت کې علما پر نښه کېږي.»

مولانا فضل الرحمان نیوکه کړې که جوماتونه او مدرسې خوندي نه وي، نو عامه ځایونه به څنګه خوندي وي؟

په تېرو درې اوونیو کې دا درېیم برید دی چې  دیني علما په کې پر نښه کېږي.

په پاکستان د روان وضعیت څارونکي او باخبره کسان دا ډول بریدونه په دیني عالمانو کې د ویرې خپرولو لپاره یوه هڅه بولي.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « دا بریدونه هم د خیبر پښتونخوا په عمومي حالت پورې اړه لري او هرڅوک په نښه کېدای شي. هرڅوک له دې بریدونو خپلې موخې لري. دا ښکاره خبره ده چې د دیني علماوو ترمنځ د اندېښنو پيدا کول یې هم موخه وي.»

د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال سید نذیر مومند وايي: « د وژنو په دویم نمبر کې دیني علما او په درېیم نمبر کې هغه کسان شامل دي چې له حکومت او سیاسي ګوندونو سره تعلق لري یا د قبایلو مشران دي.»

مفتي منير شاکر پر ټولنيزو رسنيو خورا مشهور و او هغه ته منسوب اکاونټ ۹۳ زره فالورز يا څارونکي لرل.

شاکر د پښتون قومي جرګې غړی هم و او د ۲۰۲۴ کال اوکټوبر ۱۱ مې جرګې کې یې له ګډونوالو د پښتنو حقونو ته د وفادارۍ لوړه هم اخېستې وه.

منير شاکر د دغې جرګې یو مهم ویناوال و، د پښتنو د حقونو پر مبارزې او ويښتابه یې ټينګار کاوه.

د پاکستان امنیتي او کشفي ادارو تراوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist