د چین په شمال کې په یوه کیمیاوي فابریکه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنه مړه دي.
په ژانګجیکاو ښار کې په دې چاودنه کې ۲۲ تنه نور ټپیان دي.
په دې چاودنه کې چې لامل یې د فابریکې کیمیاوي مواد ښودل شوي، له کبله یې ۳۸ لارۍ هم سوځيدلې دي.
سیمه اییز چارواکي وايي، په دې پیښه کې د فابریکې ۱۲ کوچنۍ موټرې هم له منځه تللې دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د چاودنې ټپیان یې نږدې روغتونونو ته لیږدولې دي.
چین کې له اوږدې مودې راهیسې د ذغالو په کانونو او په فابریکو کې چاودنې کیږي چې هر ځل لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.