د بریټانیا پارلمان له اروپايي ټولنې پر وتلو رایه اچوي.
د بریټانیا پارلمان به د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه بریکسېټ لپاره رای اچوونه وکړي.
دغه رای اچوونه به له اروپايي ټولنې د بریټانیا د وتلو په تړاو پریکړه وکړي.
په پام کې ده چې راتلونکې مارچ میاشتې په وروستیو کې به بریټانیا له اروپايي ټولنې و وځي او دا پریکړه به په ډسمبر کې وشي.
د بریټانیا پارلمان داسې مهال په دې تړاو رای اچوونه کوي چې اروپايي ټولنه له ټریزا می سره هوکړه کړې ده.
په دې وروستیو کې د بریټانیا دننه د دې بهیر ضد مفکورې زیاتې شوي او اټکل کیږي چې د بریټانیا پارلمان به بریکسېټ ته منفي رای ورکړي.