Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکی: که پاکستان د نا امنیو مخنیوی غواړي، د افغانستان او سیمې په اړه دې پالیسي بدله کړي

شنونکی: که پاکستان د نا امنیو مخنیوی غواړي، د افغانستان او سیمې په اړه دې پالیسي بدله کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/06

په پاکستان کې د نا امنیو پر دوام، د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو پر مرکزونو موټربم بریدونه شوي.

د راپورونو له مخې، له بریدونو وروسته وسله ‌والې نښتې هم رامنځته شوې دي .

په پاکستان کې مېشت آزاد خبریالان وايي، د بنو په برید کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي، خو پوځیانو او نورو امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي .

آزاد خبریال طاهرخان وايي: « په دې برید کې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او د ۳۰ په شاوخوا کې زخمیان دي. دا هغه کسان دي چې د چاودنو د شدت او زور له امله پرې چتونه، دېوالونه او ښيښې را پرېوتې دي. د برید پرمهال اکثریت خلک په کورونو کې وو او د روژه ماتي وخت و. د پاکستان د عسکرو او نظامیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا ویل کېږي چې برید کوونکي ۶ کسان وو او له برید وورسته د ډزو تبادله هم شوې.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، نه یوازې دا چې د پاکستان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی بلکې دغه هېواد له سیاسي کاواکۍ سره هم مخ دی .

د دوی باور دا دی، که پاکستان د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان پر وړاندې خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي، لا زیاتو ستونزو سره به مخ شي او زیان به یې پر اسلام اباد سربېره، سیمې ته هم ورسیږي .

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د پاکستان حالات ورځ تر بلې ترینګلي کېږي. دا یوازې په امنیتي برخه کې نه ده بلکې په سیاسي او اقتصادي برخه کې هم پاکستان له کاواکۍ او کمزورۍ سره مخ دی. پاکستان له تېرو ۷ لسیزو راهیسې د سیمې په اړه او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د تروریزم د پالنې، د ترهګرۍ د روزنې او په لویه کې د نا امنۍ د ملاتړ ستراتیژي او پالیسي خپله کړې وه، خو هماغه پالیسي نه په کوردننه دوی د اور په لمبو سوځوي. ماته ښکاري، که د پاکستان نظامي او سیاسي مشرتابه په کورنیو مسایلو او د سیمې په تړاو په خپلو پالیسیو کې بدلون رانه وړي، پاکستان به له لا ژورو ستونزو سره مخ شي.»

ځينې نور بیا په دې اند دي چې اوس پاکستان د خپلو هغو سیاستونو پایلې ګوري چې له مخې یې له تېرو څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ روزنې او ملاتړ ته اوږه ورکړې او د نورو بې ثباتۍ لپاره ترې ګټه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « لکه څرنګه چې ځان ته د دایمي امن او ثبات غوښتونکي یو، دغه شان په سیمه کې هم د هر هېواد لپاره امن او ثبات غواړو. زما په اند، افراطیت ته د وده ورکولو، تجهیزولو او روزلو پایلې همدا شی وي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي، که پاکستان په واقعي مانا غواړي چې په هېواد کې یې د ناامنۍ ستونزې حل شي، خپل پوځ او استخبارات باید له سیاست لرې وساتي او د ترهګرۍ له روزنې او ملاتړ لاس واخلي .

هغه په دې اړه وايي: « د خپلو ولسونو او په ځانګړې توګه د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتو جګړه ظلم دی او د دې ظلم پر وړاندې هرڅوک چې درېږي، جګړه یې حق ده. که پاکستان غواړي چې خپلې امنیتي ستونزې حل کړي، باید د خپلو ولسونو حقه حقوق ورکړي، پوځ او استخبارات له سیاست ګوښه شي؛ دا یې د حل لاره ده، بله نه شته.»

په بنو کې د پاکستاني پوځ او پولیسو په مرکزونو د موټر بم بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر څانګې منلې او پاکستاني پوځیانو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist