Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي

د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/03

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.‌ټي.‌پي) د پاکستان د وسله وال پوځ پر وړاندې د خپلې مبارزې په تړاو د تېرې یوې میاشتې د بریدونو جزئیات خپاره کړي.

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ټي.ټي.پي یوازې په فېبرورۍ میاشت کې د پاکستان پر پوځیانو، پولیسو او استخباراتي کارکوونکو ۱۴۷ هدفي او تعرضي بریدونو کړي چې په کې ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اعلامیې له مخې، ډېری بریدونه د خیبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي وزیرستان، خیبر، ټانک او دېره اسماعیل خان کې شوې چې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ، یو شمېر پاکستان پوځیان ژوندي هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

د اعلامیې یوه برخه: « تېره میاشت ۵۳ چریکي بریدونه، ۵۰ لایزري بریدونه، ۱۱ کمینونه، ۹ ځوابي بریدونه، ۱ هدفي برید، ۱۴ لاسي بمونه او ماینونه او ۹ تعرضي بریدونه شوې دي.»

په اعلامیه کې دغه راز راغلي، په دې بریدونو کې نږدې ۲۰۰پوځي ادارو ته زیانونه اړول شوې او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د ټي‌.ټي.‌پي لاسته لوېدلې دي.

اعلامیه زیاتوي، د پوځ اړوند ګڼ تأسیسات، پوځي تجهیزات او وسایط  هم ویجاړ شوې دي.

د اعلامیې یوه برخه: « د تېرې میاشتې په بریدونو کې د پوځ او اېس.اېس.جي ۹۷ ادارې، د اېف.سي ځواکونو ۴۴ ادارې، د پولیسو او سي.ټي.ډي ۳۸ ودانۍ، د استخباراتو او امن کمېټې ۱ مرکز ویجاړ او زیانمن شوې دي.»

د سیاسي  چارو شنونکي د پاکستان پر پوځي اهدافو د ټي‌.ټي.‌پي د بریدونو شدت او پراخې لاسته راوړنې د دې تحریک د پیاوړي ‌کېدو په مانا بولي.

د دوی په باور، د ټي.‌ټي.پي په کنټرولولو کې د پاکستان حکومت پاتې راتللو له کبله، دغه تحریک کولی شي په راتلونکي کې د پاکستان پوځ ته لوی سرخوږی جوړ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « د پاکستان حکومت به هغه څه خامخا رېبي چې کرلي یې دي. نن نه یوازې ټي.ټي.پي په پاکستان کې فعالیت لري، جګړې کوي، لاسته راوړنې لري، د دې هېواد پوځیان وژني او وسلې تر اخلي، بلکې بلوڅ مبارزین هم راپورته شوي او سندیان او کشمیریان به هم راپورته شي.»

د سیاسي چار شنونکی معین ‌ګل څمکنی وايي: « دا ډېره لویه شمېره ده او امکان لري چې په نږدې راتلونکي کې تر دې هم پورته شي. د پاکستان حکومت دا مهال له سختو ستونزو سره لاس په ګرېوان دی چې په کې سیاسي، اقتصادي، نظامي او ټولنیزې ستونزې شاملې دي.»

ټي.ټي .پي داسې مهال دغه مالومات خپروي چې یاد تحریک له دې وړاندې هم د پاکستان پر پوځي اهدافو د خپلو وسله ‌والو بریدونو په جزئیاتو کې د دې هېواد ګڼو پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې او وايي، د دوی په بریدونو کې موټر بم چاودنې او مخامخ وسله ‌والې جګړې شاملې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist