Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د کرېکټ اتلانو جام سیالیو د امنیتي ګواښوونو په تړاو د هندي رسنیو راپورونه رد کړل

پاکستان د کرېکټ اتلانو جام سیالیو د امنیتي ګواښوونو په تړاو د هندي رسنیو راپورونه رد کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/26

دوې ورځې وړاندې هندي رسنیو راپور ورکړ چې په پاکستان کې د کرېکټ اتلانو جام )چمپینز ټرافي( سیالیو پرمهال بهرنیو وګړو ته جدي امنیتي ګواښونه موجود دي.

په راپورونو کې راغلي، د پاکستان استخباراتي ادارې دوشنبه(د فېبرورۍ ۲۴ مه) د داعش خراسان څانګې له لوري د  احتمالي امنیتي ګواښونو خبر ورکړی او موندلې یې ده چې داعش غواړي د بهرنیو اتباعو د تښتولو هڅه وکړي.

د پاکستان په کوربه توګه د اتلانو جام سیالیو نندارې ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونوسیل کوونکي ورغلي دي.

انډیا ټوډ  مجلې په دې اړه لیکلي: « د پاکستان استخباراتو ادارې خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان څانګه پلان لري، ترڅو د اتلانو جام سیالیو پر مهال بهرني وګړي په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو اتباع او چینایان وتښتوي.»

په ورته مهال، سي اېن اېن -۱۸ رسنۍ هم راپور ورکړی چې په پاکستان کې د کرېکټ اتلانو جام سیالیو له پیل وروسته، تېره ورځ  د پاکستان استخباراتي ادارې (آی.اېس.آی) د داعش خراسان څانګې، بلوڅ آزادي غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان له لوري د امنیتي ګواښ خبرداری ورکړی دی.

خو په ورته مهال، د پاکستان حکومت د هندي رسنیو دغه ادعا او راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان کې د اتلانو جام سیالیو لپاره هېڅ امنیتي ګواښ نه شته.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې پاکستان ته د هند کرېکټ ملي ټیم د نه ورتګ او په دوبۍ کې له هند سره د ګروپي لوبو ترسره کولو او دغه راز په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه د هندي رسنیو راپورونو ته په اشارې ویلي، نوی ډهلی غواړي د پاکستان ثبات بد نام او د سیالیو د بریالي کوربتوب پر وړاندې منفي تبلیغات وکړي.

عطا الله تارړ ویلي، هند د کینې، نا پېرزوینې او له اوږدې مودې وروسته  په پاکستان کې د نړیوالو لوبو کوربه ‌توب له امله دا ډول پروپاګند ته مخه کړې.

هغه زیاته کړې: « پاکستان د نړۍ له امن لرونکو هېوادونو شمېرل کېږي او موږ د آی.سي.سي لوبو په پوره امن او مهارت سره کوربتوب کړی دی.»

تېره اوونۍ د پاکستان کرېکټ پخواني لوبغاړي انظمام الحق  پنځلس کاله وړاندې د دې هېواد لاهور  ښار په قزافي  لوبغالي کې  پرسریلانکايي کرېکټ لوبغاړو وسلوال برید ته په اشارې ویلي وو چې یاد برید پاکستان کرېکټ له پرمختګ شاته پرېښود او دې هېواد ته یې لوی زیان ورساوه.

هغه زیاته کړې: « د ۲۰۰۹کال پېښه یو بد خوب ته ورته ده، موږ ته یې له لسو کالو راهیسې سخته سزا راکړه او پاکستان کرېکټ ټیم یې له پرمختګ شاته وغورځاوه.»

د راپورونو له مخې،  په ۲۰۰۹ زېږدیز کال د مارچ پر درېیمه د پاکستان لاهور ښار قزافي کرېکټ لوبغاړي ته څېرمه د ۱۲ ناپېژاندو وسلوالو له لوري د سریلانکا پر کرېکټ ټیم برید وشو چې د شپږ پولیسو او دوو عامو کسانو د وژلو په ګډون یې ۶ سریلانکايي لوبغاړي او یو د کرېکټ څارونکی یا امپایر ټپی کړل.

همدارنګه اسوشتېد پرېس آژانس راپور ورکړ چې په پاکستان کې له دې پېښې شاوخوا ۱۲ کاله وروسته د ۲۰۲۱ زېږدیز کال سپټمبرمیاشت کې د پنجاب ایالت راولپنډۍ کرېکټ لوبغاړي ته څېرمه رسټورانټ کې چې د نیوزلند کرېکټ ټيم لوبغاړي په کې اوسېدل، د احتمالي ګواښونو له امله د پاکستان او نیوزیلنډ د کرېکټ لوبو لړۍ ودرول شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist