Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټولګټو وزارت: د سړکونو رغونې ترڅنګ د رېل پټلیو په غځولو کې هم پرمختګ شوی

ټولګټو وزارت: د سړکونو رغونې ترڅنګ د رېل پټلیو په غځولو کې هم پرمختګ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/13

د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال یوې خبرې ناستې ته خبرو کې وايي، دغه وزارت د سړک رغولو او حفظ مراقبت لسګونه پروژې پلې کړې دي چې ځینې بشپړې شوې او د ځینو نورو د رغولو چارې لا هم دوام لري.

عبدالکریم فاتح د خپلو خبرو په دوام زیاتوي، د ۴۳۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره د کابل – کندهار لویې لارې د رغولو چارې بشپړې شوې دي او همداراز د کندهار- اروزګان لويې لارې د رغولو چارې هم ۴۴ سلنه مخکې تللې دي.

د فاتح په خبره، د سالنګونو په لویه لار کې ترخپلې ټاکل شوې موخې د سړک رغولو چارې بشپړې شوې او راتلونکي کال کې یې هم د پاتې برخو د رغولو پلانونه شته دي.

فاتح زیاتوي: « د ټولګټو وزارت سږ کال د کابل- کندهار لویې لارې تقریبا ً ۴۳۰ کیلومټره جوړه کړې، لومړی او دویم پوړ اسفالټ یې اچول شوی او درېیم پوړ اسفالټ به یې راتلونکی کال واچول شي. همدارنګه د هېواد یوه بله مهمه لاره چې د سالنګونو لاره ده. ټولګټو وزارت د سږ کال لپاره په پلان کې نیول شوې برخه په ښه کیفیت سره بشپړه کړه.»

په همدې حال کې د دې وزارت چارواکي په ۲۸ ولایتونو کې له ۱۰ زره کیلومټره سړکونو د حفظ او مراقبت خبر ورکوي چې په خبره يې، په دې برخه کې د واورې پاکولو او نورو ورته چارو ترسره کول هم شامل دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « موږ سږ کال د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۳۰۲ زیانګالو ساحو کې ۷ زره ۵۷۲ کیلومټره سړک د واورو پاکولو په پلان کې نیولی، خو دا خبره یوازې د ژمي لپاره ده. ټولټال ۱۰ زره کیلومټره سړکونه د حفظ او مراقبت لپاره په پلان کې نیول شوي دي.»

په همدې حال کې، د ټولګټو چارو وزارت د کابل غزني او همدا راز د کابل جلال اباد لویو لارو د دویم لین په جوړولو کې هم د پرمختګونو خبر ورکوي او وايي، د دغو سړکونو چارې  روانې دي او لګښت یې هم له ټول پلازې ورکول کېږي.

په همدې حال کې د فاریاب او بادغیس ولایتونو ترمنځ د غځېدلي حقلوي سړک د پاتې ۲۵ کیلومټرو رغولو په موخه د ټولګټو چارو وزارت  او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د څه باندې ۱.۴میلیارده افغانیو په ارزښت تړون هم لاسلیک شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist