دا نندارتون چې نن د لیدونکو پر مخ پرانیستل شو بیلابیلې مجسمې پکې جوړې شوې دي.
دې نندارتون ته د نړۍ د لومړني ډيجیټلي موزیم نوم هم ورکړل شوی دی.
په دې نندارتون کې څلویښت هنرمندان کار کوي چې له واروې او یخونو بیلابیل دوله مجسمې جوړې کړي.
په دې نندارتون کې د تري ډي ویډیوګانې ترڅنګ رنګارنګ څراغونه هم لګیدلي دي.
د دې نندارتون تنظیموونکي وايي، له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې هر کال دا نندارتون جوړوي خو سږ کال لومړی ځل دی چې په مجسمو کې L.E.D څراغونه لګول کیږي.
ویل کیږي چې ددې نندارتون لپاره له ۳۰۰۰ یخ بلوکونو څخه اتیا مجسمې جوړې شوې دي.
دا نندارتون چې نن پرانیستل شو د راتلونکي کال د جنوري میاشتې تر ۶مې نیټې به دوام وکړي.