اروپايي ټولنه او بريټانیا د بېلتون تړون لاسلیکوي.
راتلونکې یکشنبه د اروپايي ټولنې او بریټانیا ترمنځ د بیلتون تړون لاسلیک کیږي.
په ورته وخت کې د بریټانیا لومړۍ وزیرې ټریزا می د بریکسېټ د بهیر پر ضد د اعتراضونو پر وړاندې ځان بې وسه وښود.
ټریزا می؛ بي بي سي ته ویلي که پارلمان د دې قانون د رد رای ورکړه دا په کې هیڅ نشي کولای.
د اروپايي ټولنې د مشرانو او بریټانیا ترمنځ دا تړون داسې مهال لاسلیک کیږي چې تر اوسه دا بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
هسپانیه وايي، له بریټانیا لیکلی خط اخلي چې له تړون وروسته به د جبل الطارق سیمې په تړاو مشورې او ناستې کوي.
د بریټانیا پارلمان دوه کاله وړاندې له اروپايي ټولنې د جلا کیدو بهیر ته مثبت رای ورکړې وه خو اوس له خپل دریځه پښېمانه ښکاري.