د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي د اسیه بي بي پر وړاندې د لاریونونو د جوړولو په تور ونیول شو.
د رضوي زوی وايي، هغه په لاهور کې له خپل اسلامي ښوونځي څخه شپې مهال وړل شوی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، رضوي یې په یوه ځانګړي میلمستون کې د څیړنو لپاره نظر بند کړی دی.
د رضوي نیولو د ګڼو اسلامپالو ډلو غبرګونونه راپارولي او له حکومت یې غوښتي چې زر تر زره دې د دوی مشر خوشې کړي.
د اسیه بي بي پر وړاندې لاریو کوونکو ته تر سبا وخت ورکړل شوی چې خپل لاریونونه ودروي.