Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي: چابهار افغان پانګوالو او سوداګرو ته د کاروبار نږدې او ارزانه لار ده

ایراني چارواکي: چابهار افغان پانګوالو او سوداګرو ته د کاروبار نږدې او ارزانه لار ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/02

د ایران سیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو او سمندري چارو د تنظیم رئيس، ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ایران په سوېل کې پروت د چابهار بندر د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته تر ټولو ارزانه، چټکه او ګټوره لار ده.

قاسم عسکري نسب زیاته کړې، دغه ستراتیژیک بندر د هند اوبو ته د لاسرسي ترڅنګ د ټرانزیټ، سوداګرۍ، ټرانسپورټ او د سمندر له لارې د لېږد را لېږد  تر ټوله مناسبه لار ده.

هغه زیاته کړې:« د ایران په سوېل کې د چابهار ستراتيژیک بندر د ایران، منځنۍ آسیا او په ځانګړي ډول افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. دغه بندر د ۸ میلیونو او ۵۰۰ زرو ټنه توکو د تخلیې او بارولو ظرفیت په لرلو سره د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره ښه فرصت رامنځته کوي.»

عسکري د افغان خصوصي سکټور په ګډون له ټولو خصوصي سکټورونو غوښتي چې د چهار بندر د ظرفیت لوړونې او فعالیتونو د چټکوالي لپاره خپلې پانګونې هلته انتقال کړي.

په ورته مهال، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین دغه بندر له هند سره د ټرانزیټ او د نورو اقتصادي لارو ښه بدیل ګڼي.

دوی زیاتوي، په یاد بندر کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو د حل په موخه د اقتصادي مرستیالۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو د ایران له حکومت سره خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د اسلامي امارت د اقتصادي موخو لپاره د چابهار بندر اهمیت ته په کتو، د اقتصادي مرستیالۍ پر مشرۍ او د صنعت او تجارت وزارت د مشرتابه په ګډون د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي له چابهار بندر لیدنه وکړه او د تجارتي، اقتصادي اړیکو پراختیا او ټرانزیټي لارو د ښه کولو په موخه، له ګڼو ایراني چارواکو سره په څو ناستو کې، په دې اړه خبرې وکړې.»

چابهار بندر چې د ټرانزیټ لپاره خورا مهمه لاره ګڼل کېږي، د یاد بندر د ګډو هېوادونو د تودو اړیکو پر رغولو سربېره د افغانستان لپاره نورې کومې ګټې لري؟

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « افغانستان له وچې سره تړلی هېواد دی او آزادو اوبو ته لاسرسی نه لري. له بلې خوا، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې په یوه مسیر او یه بندر باندې متکي و او کله چې سیاسي ستونزې جوړېدې، پاکستانیانو خپل بندرونه د فشار اړمونو په توګه کارول. اوس چې د چابهار بندر بحث دی، بېله شکه دغه بندر د کراچۍ بندر په نسبت ۸۰۰ کیلومټره نږدې او د عباس بندر په پرتله۹۰۰ کیلومټره نږدې دی. کله چې له دې بندر ګټه اخیستنه پيل شي، افغانستان به له نویو بازارونو سره ونښلوي او موږ کولی شو له دې لارې ډېر په اسانه د نړۍ له نورو هېوادونو سره وصل شو.»

د ایران چابهار بندر هند ته د افغانستان د صادراتو لپاره یوه ښه لاره بلل کېږي.

 د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مالوماتو له مخې، هر کال له دې لارې د نږدې  ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist