د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ د یوه دولتي یادښت له مخې د ژوند ژغورنې هغه بشري مرستې د بندیزونو له نوملړ استثنا وبللې چې تېره اوونۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لسګونو اجراییوي فرمانونو په لړ کې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوې.
رویټرز خبري آژانس د مارکو روبیو له قوله راپور ورکړی چې بنسټیز ژوند ژغورونکي درمل او روغتیايي خدمتونه، خواړه، سرپناه او د بشري مرستو اداري لګښتونه د ژوند ژغورونکو بشري مرستو برخې له ځنډېدو مستثنا دي.
روبیو زیاته کړې:« له بنسټیزو ژوند ژغورونکو بشري مرستو پرته، سقط جینین، د کورني پلان جوړونې کنفرانسونه، د جنیست ایډیالوژیکي پروګرامونه، د ټرانس جنډر جراحي عملیات، اداري لګښتونه او هغه نور کارونه چې د ژوند ژغورنې سره تړاو نه لري، د دې مرستو برخه نه دي.»
په راپور کې راغلي، امریکا د نړیوالو بشري سازمانونو ستر مالي ملاتړی هېواد دی او په ۲۰۲۳ کال کې یې ۷۲ میلیارد ډالره د بشري مرستو لپاره یادو سازمانونو ته په واک کې ورکړي دي.
د اقتصاد وزارت چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وروستي اقدام هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د بشري مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو د بیا رغونې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ غوښتنه کړې.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:« د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له خوا د ژوند ژغورونکو بشري مرستو له معافیت هرکلی کوي. له نړیوالې ټولنې او د متحده ایالتونو له دولت زموږ غوښتنه دا ده چې د بشر دوستانه مرستو پر وړاندې خنډونه او محدودیتونه ایجاد نه کړي او نه یوازې بشري مرستې بلکې زېربنايي مرستې هم باید په افغانستان کې ادامه ولري.»
د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو بشري مرستې په لنډ مهال کې د میلیونونو اړمنو افغانانو لپاره حیاتي بلل کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، له بشري مرستندویه بنسټونو سره د امریکا مالي ملاتړ ځنډېدل یا لغو کېدل به د ماشومانو په ګډون د میلیونونو اړمنو افغانانو ژوند وننګوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « بې له شکه چې امریکا او نړیواله ټولنه په دې کار سره له بشري حقونو سرغړونه کوي او د افغانستان له ۳ میلیونو ډېر ماشومان چې دا مهال پر خوارځواکۍ اخته دي، که دا مرستې ترلاسه نه کړي، حتمن له جدي ناورین سره مخامخ کېږي. زه فکر کوم دغه مرستې کولی شي په لنډمهال کې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګو هغو کسانو ژوند وژغوري چې ډېر اړمن دي؛ مګر په اوږدمهال کې اړتیا ده چې د افغانستان حکومت هم هڅه وکړي له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې حل کړي.»
د افغانستان پراقتصادي او بانکي سکټور د امریکا له خو لګول شوي محدودیتونه، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې، د کاري فرصتونو کمښت او کمزوري اقتصادي وضعیت میلیونونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړ کړې دي.