د امریکا ۴۷ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ لسګونه اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.
په دې فرمانونو کې د پاریس د اقلیم له هوکړې او دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان له مالي ملاتړ وتلو په ګډون، د کډوالۍ او مالیاتو اړوند لسګونه فرمانونه شامل دي.
ډونالډ ټرمپ د پاریس اقلیم له هوکړې د امريکا وتلو په اړه ویلي، د اقلیمي بدلون د ناوړه یو اړخیزو اغېزو مخنیوي ته نور پاپند نه شي پاتې کېدی.
نوموړي دغه راز پر چین تور لګولی چې د اقلیم په منفي بدلون کې مهم رول لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي:« زه به په بېړنۍ توګه د پاریس له اقلیمي هوکړې چې مساوات په کې نه شته، لرې شم. امریکا خپل صنایع نه شي زیانمولی. په داسې حال کې چې چین له مجازاتو پرته د اقلیم ناوړه اغېزمنتیا ته دوام ورکړی.»
ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا د نغدي مرستو بندولو په اړه ویلي، امریکا یاد سازمان ته هر کال سلګونه میلیونه ډالر مرسته ورکوي، خو په خبره يې چین د څه باندې یو میلیارد نفوس سربېره یوازې ۳۹ میلیونه ډالر ورکوي.
ټرمپ د امریکا پر مخکېني ولسمشر جوبايډن کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل، بایډن په دې برخه کې اصلاحاتو ته پام نه دی کړی او هم یې یاد سازمان د چین تر کنټرول لاندې یاد کړی دی.
ټرمپ په دې اړه ویلي: « زه چې دلته وم، دغه مرستې مې ختمې کړې وې. د روغتیا نړیوال سازمان ته امریکا چې شاوخوا۳۵۰ میلیونه نفوس لري، ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي؛ خو چین چې ۱.۴ میلیارده نفوس لري، یوازې ۳۹ میلیونه ډالر ورکوي.»
دا چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د مخکېنۍ ادارې د سلګونه پوځي چارواکو له دندو پر لرې کېولو هم ټینګار کړی، ترڅنګ یې په یو شمېر جګړو کې د امریکا ښکېلتیا له امله د جوبایډن پاليسي ناکامه یاده کړې.
ټرمپ په ټاکنو کې له بریا وروسته ژمنه وکړه چې په اوکراین کې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
په ورته مهال، د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه د ټرمپ لېوالتیا ستایلې او د مذاکراتو له لارې يې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی.
پوتین ویلي: « زه د امریکا ولسمشر او ټیم له لوري یې له روسیې سره د مستقیمو اړیکو په اړه، چې د پخواني حکومت له لوري درېدلې وې؛ وینم او همدارنګه د درېیمې جګړې د احتمالي پېښېدا د مخنیوي په اړه د هغوی هڅې اورم. زه واک ته د امریکا منتخب ولسمشر د رسېدو په اړه مبارکي وایم او هېله لرم چې مذاکرات پر مساواتو او طرفینو ته د درناوي پر بنسټ رامنځته شي او نړیوال ثبات ته هم پام وشي. موږ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا له منتخب ولسمشر سره مذاکراتو ته چمتو یو.»
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ۱۵۰۰ برید کوونکي هم وبښل چې د دې هېواد په پلازمینه کې یې د نوموړي په ملاتړ تاوتریخوالی کې ښکېل پېژندل شوي وو. هغه مهال تاوتریخوالي له امله ۵ پولیس ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
ټرمپ له مکسیکو د غیرقانوني کډوالو د ور اوښتو په اړه جدي پالیسي په پام کې لري چې امریکا ته د کډوالو د مخنیوي په اړه یې اجرائیوي فرمان هم لاسلیک کړ.