Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/09

د افغانستان کرېکـټ ملي لوبډله له زمبابوې څخه د درېیو لوبلړیو له ګټلو وروسته بېرته هېواد راستنه شوه.

ملي لوبډلې د دې سفر په پايله کې له زمبابوې هېواد د شل اوریزو، یو ورځنيو او ټېسټ لوبو لوبلړۍ وګټلې.

د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، ملي لوبډلې د يادو برياوو ترلاسه کولو لپاره له وړاندې بشپړ چمتووالی نيولی و.

د کرېکټ بورډ ویاند نسیم سادات وايي: « دا د ویاړ ځای دی چې موږ موږ زمبابوې ته په ټولو سریزونو لکه شل اوریزو سیایلو، پنځوس اوریزو سایلو او ټېسټ کې ماتې ورکړه.»

د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی نورز منګل وايي: « خوشبختانه چې په هره لوبه او هر سریز کې افغان لوبډلې وکولی شول دغه سریزونه په خپل نوم کړي. باید ووایم چې دا لوبلړۍ د نویو لوبغاړو لپاره ډېر ښه فرصت و او تاسو ولیدل چې ځوان ښه وځلېدل.»

د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي راتلونکو سیایلو ته د خپل چمتوالي خبره کوي او وايي، هڅه کوي چمپینز ټرافي سیالیو کې ښه وځلېږي.

د ملي لوبډلې لوبغاړی نوید ځدراڼ وايي: «له زمبابوې سره مو یو ورځنیو لوبو سریز وکړ او دغه راز دوبۍ کې هم روزنیز کمپونه نیول شوي ترڅو چمپینز ټرافي لپاره چمتو شو. موږ د یو ورځنیو لوبو ډېر سریزونه وګټل، نور پوره چمتوالی لرو.»

د ملي لوبډلې بل لوبغاړی بشراحمد افغان وايي: «زه د ټېسټ لوبغاړی یم او هڅه کوم راتلونکي کې ډېره خواري وکړم ترڅو ایرلنډ او جنوبي افریقا سره د ټېسټ سریز لپاره چمتو شم.»

د کرېکټ بورډ مسوولین دغه راز وايي، ملي لوبډله د چمپيينز ټرافۍ لپاره هم چمتووالی لري. ټاکل شوې دغه لوبې په راتلونکې فبروري مياشت کې د پاکستان په کوربه توب پیل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist