د چین ولسمشر ۱۳ کلونه وروسته فلپین ته ولاړ.
دواړه ګاونډي هیوادونه له اوږدې مودې راهیسې ګډې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.
شي جینپنګ مانېلي هوايي ډکر ته له رسیدو سره سم له تود هرکلي سره مخ شو.
راپورونه وايي رودریګو دویتریت د فلپین د ولسمشر په توګه واک ته له رسیدو وروسته له چین سره خپلې اړیکې لا پراخې کړې دي.
اخوا چین د سویلي سمندرګي نړیوالو اوبو سر بیره تایوان هم خپله خاوره بولي او د هغوی خپلواکي یې تر اوسه په رسمیت نه ده پیژندلې.
د شي جینپنګ ددې سفر موخه له فلپین سره د اقتصادي اړیکو لا پراختیا ښودل شوې ده.