Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شاه او عروس بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د شاه او عروس بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/01

د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند چې چارې یې یوه ایراني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې وې، بالاخره بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سرپرست حکومت چارواکي د ياد بند د پرانيستې پرمهال وویل، دامهال اوبه د اقتصاد لپاره عمده عنصر دی او له همدې کبله سرپرست حکومت د اوبو مديريت ته جدي پاملرنه کوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست  ملا عبداللطیف منصور وايي: « د کابل ښار د اوبو د کمښت په خاطر اته میاشتې مخکې د اوبو مشورتي بورډ د محترم حنفي صاحب په مشرۍ له څو مسوولو وزارتونو سره غونډه وکړه او په کې د کابل د څښاک اوبو برابرولو لپاره په څو سرچینو باندې تصمیم ونیول شو. په دې کې یو د شاتوت بند دی او بل همدا د شاه او عروس بند دی چې کابل ښار ته به ترې نلونه غځول کېږي او خلکو ته به د څښلو اوبه ورکول کېږي، بله هم د پنجشیر پروژه ده چې کار پرې روان دی. د کابل خلکو ته وایم، لکه څرنګه چې نن دا بند جوړ شو، راتلونکی کال به د بل بند کار هم پيل شي.»

د دې بند پر جوړولو شاوخوا ۵۳ میلیونه ډالر لګول شوي او د ۷۸ متره لوړوالي په لرلو سره د ۹.۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

 دغه بند د ۳ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکې په خړوبولو سربېره، ۲۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه او ۱.۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي: « په اوسني نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو باندې د یوه مهم اقتصادي عامل په توګه بحث کېږي. داسې وخت هم راتلونکی دی چې د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې به د اوبو ارزښت له نفتي او یو شمېر نورو کاني زېرمو لوړ وي. له بلې خوا زموږ د هېواد په معاصر تاريخ کې د داخلي او تحمیلي جګړو او نورو داخلي او بهرنیو عواملو له امله، د اوبو د مدیریت په زېربناوو کې مناسبه او د اړتیا وړ پانګونه نه ده شوې.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا د قوشتېپې له کانال سربېره د يو لړ نورو اساسي پروژو د کار دوام خبر ورکوي او زیاتوي، د ځينو وزارتونو له لورې په ګډه نږدې ټولو ولسوالیو کې د چکډیمونو جوړولو پروژې بشپړې شوې دي.

حنفي زیاتوي: « په تېرو دوو کالو کې د اوبو او انرژۍ، کلیوبیارغونې او پرختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو له ډلې هر یوه ته، شاوخوا د چکډیمونو ۱۴۰ پروژې ورکړل شوې وې. د اوبو د مدیریت او سېلابونو د مخنیوي لپاره باید د افغانستان په هره ولسوالۍ کې یو یو چکډیم جوړ شوی وای. الحمد الله تر نن ورځې پورې ټول پای ته رسېدلي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې شاوخوا ۸ میلیونه هکټاره کرنيزې ځمکې شته چې ډېری يې د اوبو نه لرلو له امله شاړې پرتې دي.

 خو د اوبو او انرژۍ وزارت ډاډ ورکوي چې راتلونکی کال به د اوبو مدیریت په موخه، ډېرو ولایتونو کې د بندونو جوړولو کارونه پیل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist