د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند چې چارې یې یوه ایراني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې وې، بالاخره بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرپرست حکومت چارواکي د ياد بند د پرانيستې پرمهال وویل، دامهال اوبه د اقتصاد لپاره عمده عنصر دی او له همدې کبله سرپرست حکومت د اوبو مديريت ته جدي پاملرنه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وايي: « د کابل ښار د اوبو د کمښت په خاطر اته میاشتې مخکې د اوبو مشورتي بورډ د محترم حنفي صاحب په مشرۍ له څو مسوولو وزارتونو سره غونډه وکړه او په کې د کابل د څښاک اوبو برابرولو لپاره په څو سرچینو باندې تصمیم ونیول شو. په دې کې یو د شاتوت بند دی او بل همدا د شاه او عروس بند دی چې کابل ښار ته به ترې نلونه غځول کېږي او خلکو ته به د څښلو اوبه ورکول کېږي، بله هم د پنجشیر پروژه ده چې کار پرې روان دی. د کابل خلکو ته وایم، لکه څرنګه چې نن دا بند جوړ شو، راتلونکی کال به د بل بند کار هم پيل شي.»
د دې بند پر جوړولو شاوخوا ۵۳ میلیونه ډالر لګول شوي او د ۷۸ متره لوړوالي په لرلو سره د ۹.۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
دغه بند د ۳ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکې په خړوبولو سربېره، ۲۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه او ۱.۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي: « په اوسني نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو باندې د یوه مهم اقتصادي عامل په توګه بحث کېږي. داسې وخت هم راتلونکی دی چې د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې به د اوبو ارزښت له نفتي او یو شمېر نورو کاني زېرمو لوړ وي. له بلې خوا زموږ د هېواد په معاصر تاريخ کې د داخلي او تحمیلي جګړو او نورو داخلي او بهرنیو عواملو له امله، د اوبو د مدیریت په زېربناوو کې مناسبه او د اړتیا وړ پانګونه نه ده شوې.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا د قوشتېپې له کانال سربېره د يو لړ نورو اساسي پروژو د کار دوام خبر ورکوي او زیاتوي، د ځينو وزارتونو له لورې په ګډه نږدې ټولو ولسوالیو کې د چکډیمونو جوړولو پروژې بشپړې شوې دي.
حنفي زیاتوي: « په تېرو دوو کالو کې د اوبو او انرژۍ، کلیوبیارغونې او پرختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو له ډلې هر یوه ته، شاوخوا د چکډیمونو ۱۴۰ پروژې ورکړل شوې وې. د اوبو د مدیریت او سېلابونو د مخنیوي لپاره باید د افغانستان په هره ولسوالۍ کې یو یو چکډیم جوړ شوی وای. الحمد الله تر نن ورځې پورې ټول پای ته رسېدلي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې شاوخوا ۸ میلیونه هکټاره کرنيزې ځمکې شته چې ډېری يې د اوبو نه لرلو له امله شاړې پرتې دي.
خو د اوبو او انرژۍ وزارت ډاډ ورکوي چې راتلونکی کال به د اوبو مدیریت په موخه، ډېرو ولایتونو کې د بندونو جوړولو کارونه پیل شي.