د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي راپور له مخې، د روان ۲۰۲۴کال تېرې ۱۰ میاشتې د دې هېواد امنیتي ځواکونو او عامو خلکو لپاره مرګونې وې.
دغه راپور چې درې ورځې وړاندې خپور شو، په کې راغلي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې سلګونه پاکستاني پوځیان د ټي.ټي.پي او بلوڅ آزادي غوښتونکو په بریدونو کې وژل شوې، خو اسلام اباد د دغو ناامنیو او بریدونو تور پر خپلو ګاونډيانو پورې کوي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو پایله تجربه کوي او له ټي.ټي.پي او نورو وسله والو ګروپونو سره د دې هېواد ستونزه د اسلام اباد کورنۍ مساله بولي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « دا د دوی خپله کورنۍ مساله ده او د خپلو ستونزو پړه دې پر افغانانو نه اچوي. پاکستان اوس خپل کرلي رېبي؛ افغانستان هېڅکله هم داسې یو هېواد نه شي کېدلی چې خدای مه کړه خپل ګاونډي هېواد ته ګواښ پېښ کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصراصولي وايي: « د ټي.ټي.پي او دې ته ورته ډلو له خوا څومره څه چې په دې منطقه کې کېږي، مسوولیت یې د پاکستان د دولت پر غاړه دی. بنا ً، ټي.ټي.پي نن د خپل حق لپاره جګړه کوي او که چېرې په افغانستان کې د حق اخیستنې جګړې ته جهاد ویل کېده، نو په پاکستان کې هم باید د حق جګړه جهاد وګڼل شي.»
ځینې نور بیا وايي، لسیزې وشوې چې افغانان د نیابتي جګړو قرباني ورکوي او هغه ملتونه چې د جګړې قربانیان دي، د نورو لپاره یې نه غواړي.
د دوی باور دا دی چې افغانان تل د خپلو ګاونډیانو او د نړۍ د زبرځواکو هېوادونو د سیاستونو قرباني شوې او نور هېوادونه دې افغانستان په خپلو داخلي مسایلو کې نه ښکېلوي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: «څه د پاسه څلور لسیزې موږ د نړیوالو استعمارګرو او یرغلګرو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران د سیاسي اهدافو او درواغو قرباني شوي یو. د ټي.ټي.پي غورځنګ په ۲۰۰۶ کال په پاکستان کې رامنځته شو، هغه مهال طالبان موجود نه وو. اوس چې وروسته له دغو ناروا بشري جنایاتو افغانان او په خاصه توګه طالبان چې په افغانستان کې حاکمان دي، پاکستان ونه پېژني، دا به لویه تاریخي تېروتنه وي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي راپور پر بنسټ، په تېرو ۱۰ میاشتو کې په دې هېواد کې شاوخوا ۱ زره ۶۰۰ وسله وال بریدونه شوې چې له امله یې له ۹۰۰ زیات کسان وژل شوي او له ۲ زرو زیات نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه پاکستاني سرتېري هم شامل دي.