Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

کارپوهان: پاکستان کې د ټي.ټي.پي جګړه او ناامني داسلام اباد داخلي ستونزه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/17

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي راپور له مخې، د روان  ۲۰۲۴کال تېرې ۱۰ میاشتې د دې هېواد امنیتي ځواکونو او عامو خلکو لپاره مرګونې وې.

دغه راپور چې درې ورځې وړاندې خپور شو، په ‌کې راغلي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې سلګونه پاکستاني پوځیان د ټي.ټي.پي او بلوڅ آزادي غوښتونکو په بریدونو کې وژل شوې، خو اسلام اباد  د دغو ناامنیو او بریدونو تور پر خپلو ګاونډيانو پورې کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو پایله تجربه کوي او له ټي.ټي.پي او نورو وسله والو ګروپونو سره د دې هېواد ستونزه د اسلام اباد کورنۍ مساله بولي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « دا د دوی خپله کورنۍ مساله ده او د خپلو ستونزو پړه دې پر افغانانو نه اچوي. پاکستان اوس خپل کرلي رېبي؛ افغانستان هېڅکله هم داسې یو هېواد نه شي کېدلی چې خدای مه کړه خپل ګاونډي هېواد ته ګواښ پېښ کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصراصولي وايي: « د ټي.ټي.پي او دې ته ورته ډلو له خوا څومره څه چې په دې منطقه کې کېږي، مسوولیت یې د پاکستان د دولت پر غاړه دی. بنا ً، ټي.ټي.پي نن د خپل حق لپاره جګړه کوي او که چېرې په افغانستان کې د حق اخیستنې جګړې ته جهاد ویل کېده، نو په پاکستان کې هم باید د حق جګړه جهاد وګڼل شي.»

ځینې نور بیا وايي، لسیزې وشوې چې افغانان د نیابتي جګړو قرباني ورکوي او هغه ملتونه چې د جګړې قربانیان دي، د نورو لپاره یې نه غواړي.

د دوی  باور دا دی چې افغانان تل د خپلو ګاونډیانو او د نړۍ د زبرځواکو هېوادونو د سیاستونو قرباني شوې او نور هېوادونه دې افغانستان په خپلو داخلي مسایلو کې نه ښکېلوي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: «څه د پاسه څلور لسیزې موږ د نړیوالو استعمارګرو او یرغلګرو هېوادونو، په ځانګړې توګه  د پاکستان او ایران د سیاسي اهدافو او درواغو قرباني شوي یو. د ټي.ټي.پي غورځنګ په ۲۰۰۶ کال په پاکستان کې رامنځته شو، هغه مهال طالبان موجود نه وو. اوس چې وروسته له دغو ناروا بشري جنایاتو افغانان او په خاصه توګه طالبان چې په افغانستان کې حاکمان دي، پاکستان ونه پېژني، دا به لویه تاریخي تېروتنه وي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي راپور پر بنسټ، په تېرو ۱۰ میاشتو کې په دې هېواد کې شاوخوا ۱ زره ۶۰۰ وسله وال بریدونه شوې چې له امله یې له  ۹۰۰  زیات کسان وژل شوي او له ۲ زرو زیات نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، په وژل شویو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه پاکستاني سرتېري هم شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist