Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محمد بشیر د سوریې انتقالي حکومت لومړی وزیر وټاکل شو

محمد بشیر د سوریې انتقالي حکومت لومړی وزیر وټاکل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/11

په سوریه کې د نظام له پرځېدو او د تحریرالشام غورځنګ پر مشرۍ واک ته د ایتلافي ډلو تر رسېدنې یوازې دوه ورځې وروسته، هلته د رسمي حکومت د جوړېدو په موخه لومړني ګامونه پورته شول.

په همدې موخه، د تحریرالشام غورځنګ مشر د ادلیب ښار لپاره خپل مسول کس، محمد بشیر د انتقالي حکومت د لومړي وزیر په توګه نومولی.

د دې ترڅنګ، احمد شراع چې پر ابو محمد الجولاني مشهور دی، د بشارالاسد پر مشرۍ د مخکېني حکومت لومړي وزیر محمد الغازي جلالي سره په یوې ناسته کې د مخکېني حکومت د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کړی او په سوله ‌ییز ډول یې د واک لېږد پر سر خبرې کړې.

د تحریرالشام غورځنګ مشرابو محمد الجولاني وايي: « زموږ ځوانانو ډېرې تجربې ترلاسه کړي. دوی لا د لارې په سر کې دي. ادلیب وړوکی ښار دی او ډېرې سرچینې نه لري، خو الحمدلله په لنډ وخت کې په دې وتوانېدو چې لویو لاسته راوړنو ته ورسیږو. اوس تاسې وینئ چې موږ تجربه ترلاسه کړې او هڅې مو بې ‌ځایه نه وې. په ډېرو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنو ته ورسېدو؛ خو له دې هر څه سره موږ د مخکېني حکومت بنسټونه نه څنډې ته کوو، بلکې دا اړتیا وینو چې کار ترې واخیستل شي.»

نوموړي په یوه تازه فرمان کې پر خپلو کسانو امر کړی چې پر ښځو د حجاب مساله کې له هر ډول فشار ډډه وکړي او د یوه متمدن هېواد په توګه یې ښځو ته د ځان واک ورکړی.

بل پلو، اسراییلو چې له ۱۹۷۳زېږدیز کال راهیسې یې له سوریې سره د ځواکونو د جلا کولو تړون درلود، سوریه کې د حکومت د پرځېدو له فرصته ګټه اخیستې او ټانګونه یې د سوریې له پولې تېر او پلازمېنې دمشق ته نږدې شوي دي.

د دې ترڅنګ، په سوریه کې د جګړې ارزونې مرکز ویلي، اسراییلو په تېرو دوو ورځو کې د سوریې پوځي بنسټونه، هوايي اډې، تجهیزات او وسایل سخت بمبار کړې او څه باندې ۳۰۰ هوايي بریدونه یې ترسره کړي دي.

بریټانیا کې د جګړې ارزونې یوه مرکز ویلي: « اسراییلو په سوریه کې د دې هېواد هوايي ډګرونه او اړوند زېرمه ‌تونونه، جنګي الوتکې، رادار سیسټم، د پوځي سګنالونو سټېشن او په ګڼو برخو کې د پوځي تجهیزاتو په ګډون د دې هېواد تر ټولو مهم پوځي مرکز له منځه وړي.»

سعودي عربستان، قطر او عراق د اسراییلو له لوري د سوریې خاورې ته ننوتل او د دې هېواد ځمکنۍ بشپړتیا نقضول غندلي او د نړیوالو اصولو خلاف عمل یې بللی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم پر سوریې خاورې د اسراییلي ځواکونو پرله پسې بمبارۍ غندلې او د دې هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ ښکاره نقض یې بللی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل وايي: « په سوریه کې د بشار الاسد د نظام له نسکورېدو وروسته د صهیونستي یرغلګر رژیم د خپلو وحشتونو په دوام، د سوریې پر خاوره تېری او د یو لړ نظامي تأسیساتو او شتمنیو سربېره یې د ملکي سیمو بمبار، درانه ځاني او مالي تلفات رامنځته کړې دي. دغه خطرناک اقدام د هغې ناکامې ستراتیژۍ دوام دی چې صهیونستي رژیم یې د منځني ختیځ د بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو نامشروع غوښتنو ترلاسه کولو لپاره پرمخ وړي.»       

د دې ترڅنګ، د چین ایغور مسلمانانو ته منسوبه یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د دې ډلې جنګیاليو تحریرالشام غورځنګ له بریا په تاثیر او الهام اخیستنې، سوریې ته تللې او د چین له حکومت سره یې د جنګېدو او وسله ‌والې مبارزې ګواښونه کړي.

بل پلو، ترکیه چې د سوریې حکومت پرځېدو کې یې مهمه ونډه لرلې وايي، د دې هېواد د خاورې نیونې په لټه کې نه ده بلکې د ګډې پولې په اږدو کې یې له عملیاتو موخه د خپلې خاورې د امنیت ساتنه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي: « ترکیې د بل هېواد خاورې ته سترګې نه دي نیولې، بلکې د پولې په اوږدو کې له عملیاتو موخه له ترهګریزو بریدونو د خپلې خاورې ساتل دي.»

ترکیه چې دا مهال د نیمايي ګډوالو سوریانو کوربه ده وايي، په نږدې راتلونکي کې به سویل کې له سوریې سره د ګډې پولې یوه برخه خپل هېواد ته د یادو کډوالو د بېرته ستنېدنې لپاره زمینه برابره کړي.

په ۲۰۱۱زېږدیز کال د جګړو له پیله شاوخوا ۱۳میلیونه سوري وګړي بېځایه یا کډوال شول چې څه باندې ۳ میلیونه یې ترکیې او څه باندې ۱.۵ میلیونه نور یې لبنان، عراق، اردن او او اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي چې د نظام له بدلون وروسته ښايي ډېری هغه یې بېرته خپلو مېنو ته را وګرځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist