Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله آسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شوه

کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله آسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/03

د افغانستان کرېکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د آسیا تر ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د کرېکټ جام سیالیو کې لوبېږي، په خپل ګروپ کې یې د بنګلدېش او سریلانکا لوبډلو پرله پسې ماتې وخوړې او په جام کې له مخکې تګ پاتې شوه.

د کرېکټ شنونکي د دې ماتو يو لوی لامل په آسيا کپ سياليو کې پر لوبېدو سربېره په څو ټورنمېنټونو کې هم ‌مهاله د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د ځينو لوبغاړو لوبېدل يادوي.

د دوی په خبره، د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې مهم لوبغاړی الله‌ محمد غضنفر په آسيا جام سياليو کې پر لوبېدو سربېره په ټي ټېن کرېکټ سياليو کې هم برخه اخيستې.

د کرېکټ پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد وايي: « بدبختانه باید ووایم چې لوبډلې خپلې دوې لوبې د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې بایللې دي. دا رسمي لوبې دي او آسیا جام دی او بیا له همدې لوبو نه الله محمد غضنفر ټي ټېن لوبو ته ځي. په کرېکټ کې ملي دنده لومړي توب لري او نه وه پکار چې غضنفر له آسیا جام سربېره په ټي ټېن لیګ کې هم ګډون وکړي.»

د کرېکټ نړیوال مبصر احمد فرهاد فدايي وايي: « افغانستان په آسیا کپ سیالیو کې خپلې لوبې بنګله دېش او سریلانکا ته وبایللې. د بایللو دلایل یې داسې ګڼلی شو چې له بنګله دېش سره لوبه کې بنګله دېش ډېر ښه بالېنګ وکړ، خو د افغانستان توپ وهونکو هغسې لوبه ونه شو کړای چې اړتیا وه. همدارنګه په توپ اچونه کې زموږ لوبغاړو ځینې تېروتنې وکړې او لوبڅارانو هم ځینې پرېکړې زموږ په حق کې ونه کړې. زه فکر کوم د سریلانکا په خلاف زموږ توپوهنه بیا هم بریالۍ نه وه او وارخطا کرېکټ یې وکړ. زموږ لوبغاړو فکر کاوه دا اسانه منډې دي او دوی کولی شي، خو د شارجې وېکټ لاندې پاتې کېږي.»

خو کرېکټ بورډ وايي، له دوو ماتو وروسته به افغان ۱۹ کلنه لوبډله ځواکمنه بېرته راوګرځي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سېد نسیم سادات وايي: « د آسیا جام دوه لومړۍ لوبې زموږ سیالو لوبډلو وګټلې. لومړۍ لوبه بنګله دېش او دویمه سریلانکا وګټله. زه مطمئن یم چې لوبډله به په خپلو نیمګړتیاوو کار وکړي او له نیپال سره راتلونکې لوبه کې به ښه کمبک وکړي او په دې هیله چې دا سیالي وګټي، ځکه له دې وروسته ځینې نورې سیالۍ هم لرو. زموږ لوبډلې هم په افغانستان او هم امارتو کې ښه چمتوالی نیولی و. زه مطمئن یم په کومو برخو کې دوی ته د کار ضرورت دی، په هغو برخو به کار وکړي او راتلونکو نړیوالو سیایلو کې به ښه کمبک ولري.»

په ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې له زیمبابوې سره د راتلونکو ۲۰ اووریزو او ۵۰ اووریزو لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دې نوملړ کې د ملي لوبدلې ورو توپ اچوونکی مجيب رحمن له اوږدې مودې وروسته شامل شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سېد نسیم سادات په دې اړه وايي: « په دې نوملړونو کې ځوان لوبغاړي هم شته، په ځانګړې توګه هغه ځوان لوبغاړي چې په افغان ابدالیان لوبډله کې یې ښه کارکړنه لرله، لکه دروېش رسولي، صدیق اتل، زبید اکبري او بېلال سمېع. دغه راز د مجیب الرحمن د لاس ټپ رغېدلی او په دواړو لوبډلو کې ځای ورکړل شوی. افغان لوبډله به په لنډو ورځو کې زیمبابوې ته سفر وکړي او هلته ته به د لوبو له پیل وړاندې تمریناتي کمپ ولري، ترڅو له آب او هوا او لوبغالي سره بلد شي.»

د کرېکټ شنونکي بیا اعلان شوی سکواډ متوازن یادوي او تمه لري چې تر راتلونکي اتلانو جام یا چمپینز ټرافۍ پورې چې افغانستان به په کې په لومړي ځل ولوبیږي، د همدې لوبډلې لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist