د کابل بګرامیو سېمې ته د جګړو د وېرې له امله د هېواد له شمال کندز او تخار ولایتونو راکډه شوې کورنۍ وايي، له سخت حالت سره لاس او ګریوان دي.
په دغو کډوالو کې د بې سرپستانو سربېره معلولین هم شته او ګیله کوي،چې تر اوسه پورې ورسره مرسته نه ده شوې.
شيرين ګل له تخار ولايته مرکز کابل ته له خپلې ټولې کورنۍ سره راکډه شوې، وايي هيچا يې تر اوسه پورې غږ نه دی اورېدلی او نه ورسره مرسته شوې ده.
شرین ګل وايي:« له تخاره کابل ته راکډه شوي یو.هېڅ څه هم نه لرو. هرڅه مو د جګړې له امله پاتې شول. دلته اوس د خوراک لپاره هېڅ نه لرو. جامې نه لرو.»
د بې ځایه شويو کورنيو غړي وايي،د يو نسبي امنيت په راتګ اوس هم غواړي،خپل ولايت او کورونو ته وګرځي، خو په خبره يې،د بيرته تګ لپاره ورسره ان د کرايه پيسې هم نه شته دی.
دغه بې ځایه شوې کورنۍ له طالب مسوولینو د مرستې غوښتنه کوي.
له تخاره کابل ته بې ځایه شوی میر احمد وايي:« په څه شي بېرته ولاړ شو. د بېرته تګ لپاره کرایې ته اړتیا ته ده،خو موږ یې نه لرو. موټر ۱۷ سوه افغانۍ اخلي، دا د کورنۍ غړو بېرته لېږد، ډېرو پیسو ته اړتیا لري. دا جنس هم نه دی،چې خرڅ یې کړم، پيسې پرې ترلاسه کړم او بېرته خپل ولایت ته پرې ولاړ شو.»
بې ځایه شوی نیاز محمد وايي: « له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې ژر یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، ترڅو د مظلومو خلکو لاسنیوي ته رسېدنه وکړي.»
همدې اړمنو کورنيو کې امينه هغه معلوله شوې مېرمنه ده،چې وايي د جګړې له امله لومړی ټپي او بيا فلج شوه او اوس پرته له سرپناه د کډوالۍ سختې شپې ورځې تېروي.