Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته د جګړو له وېرې را کډه شوې کورنۍ له سخت  حالت سره مخ دي

admin by admin
2021/08/25

 د کابل  بګرامیو سېمې ته د  جګړو د وېرې  له امله د هېواد له شمال کندز او تخار ولایتونو راکډه شوې کورنۍ وايي، له سخت حالت سره لاس او ګریوان دي. 

په دغو کډوالو کې د بې سرپستانو سربېره معلولین هم شته او ګیله کوي،چې تر اوسه پورې ورسره مرسته نه ده شوې.

شيرين ګل له تخار ولايته مرکز کابل ته له خپلې ټولې کورنۍ سره راکډه شوې، وايي هيچا يې تر اوسه پورې غږ نه دی اورېدلی او نه ورسره مرسته شوې ده.

شرین ګل وايي:« له تخاره کابل ته راکډه شوي یو.هېڅ  څه هم نه لرو. هرڅه مو د جګړې له امله پاتې شول. دلته اوس د خوراک لپاره هېڅ نه لرو. جامې نه لرو.» 

د بې ځایه شويو کورنيو غړي وايي،د يو نسبي امنيت په راتګ اوس هم غواړي،خپل ولايت او کورونو ته وګرځي، خو په خبره يې،د بيرته تګ لپاره ورسره ان د کرايه پيسې هم نه شته دی.

دغه بې ځایه شوې کورنۍ له طالب مسوولینو د مرستې غوښتنه کوي.

له تخاره کابل ته بې ځایه شوی میر احمد  وايي:«  په څه شي بېرته ولاړ شو. د بېرته تګ لپاره کرایې ته اړتیا ته ده،خو موږ یې نه لرو. موټر ۱۷ سوه افغانۍ اخلي، دا د کورنۍ غړو بېرته لېږد، ډېرو پیسو ته اړتیا لري. دا جنس  هم نه دی،چې خرڅ یې کړم، پيسې پرې ترلاسه کړم او بېرته خپل ولایت ته پرې ولاړ شو.» 

بې ځایه شوی نیاز محمد وايي: « له اسلامي امارته  مو غوښتنه دا ده،چې ژر یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، ترڅو د مظلومو خلکو لاسنیوي ته رسېدنه وکړي.»

همدې اړمنو کورنيو کې امينه هغه معلوله شوې مېرمنه ده،چې وايي د جګړې له امله لومړی ټپي او بيا فلج شوه او اوس پرته له سرپناه د کډوالۍ سختې شپې ورځې تېروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist